تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مارک میلي: افغان پوځ ښه روزل شوی، خو د افغانستان راتلونکی اټکل وړ نه دی
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له امریکايي خبریالانو سره مرکه کې وايي، د افغانستان نږدې درې لکه پوځ چې له کلونو راهیسې دغه هېواد کې د جګړې مشري کوي د افغانستان راتلونکي ټاکلو کې مهم عامل دی او زیاتوي چې "دا پوځ ښه مجهز او روزل شوی دی. "
کله چې یوه خبریال وپوښت چې افغان پوځ له لوېدیزو ځواکونو پرته بریالی کېږي که ړنګېږي نو ځواب یې و "ډېرې شونتیاوې شته. "
دغه امریکايي قومندان- چې خپله یې هم افغان جګړه کې برخه اخیستې- وايي، له یوې خوا شونې ده چې حکومت او پوځ ګډ پاتې شي او له بلې خوا ښايي ډېرې بدې پایلې هم رامنځ ته شي:
"مالومه نه ده چې دې غوراویو کې کوم یو افغانستان کې په واقعیت بدلېږي. باید منتظر شو او وګورو چې دا دوبی څنګه دی. "
ښاغلي میلي وویل، ډېرې شونتیاوې شته او راتلونکی د اټکل وړ نه دی.
د شنبې په ورځ له افغانستان د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو رسمي پیلېدو سره طالب ویاند خبراری ور کړ چې د دې ډلې وسلوال تر دې وروسته افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو برید نه کولو ته ژمن نه دي.
د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټاکلې وه چې بهرني ځواکونه د روانې میاشتې تر پیل مخکې له افغانستان ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن دا نېټه تر راتلونکي سپټمبر وغځوله.
تېر کال کوم بهرنی سرتېری افغانستان کې ونه وژل شو، خو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړل او د ولسي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.
طالبانو د شنبې په ورځ بیان کې خبرداري سره وویل، دا چې بهرني ځواکونه د دوحې تړون له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستان نه دي وتلي نو دوی به یې پر وړاندې د احتمالي اقداماتو لپاره د خپلو مشرانو پرېکړې ته انتظار کوي.
جنرال مارک میلي خبریالانو ته دا هم وویل، لا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو سره یوه سیاسي حل ته د رسېدو امکان شته چې د یوې "سترې کورنۍ جګړې" مخه نیولی شي.
د پوځیانو وتل
د امریکا د پوځ لوی درستیز خبریالانو ته دا هم وویل، له مودو راهیسې له افغانستان د ځواکونو وتل پیل شوي دي او اوسني وتل یې وروستی پړاو دی.
د هغه په خبره، تر سپټمبر مخکې هم د ټولو ځواکونو د وتلو امکان شته: "سپټمبر وروستۍ نېټه ده او باید تر هغه مهال وتل بشپړ شي، خو په دې مانا نه ده چې ژر ونه وځو. موږ خپل عملیات د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره په یو وخت او همغږي پر مخ بیایو. دا کار په خورا ممکن چټک شکل سره مسوولانه بشپړوو، خو دا چټکتیا به له همغږۍ او مسوولیت سره وي. "
نوموړي زیاته کړه ځینې بدلونونه د سرتېرو بشپړ اېستلو کې رول لرلی شي، ځکه نه غواړي کره نېټه وښيي، خو باوري دی چې د ولسمشر ټاکلې نېټه کې دا بهیر بشپړېږي.