ملګرو ملتونو کې د ایران استازي پر پنجشېر برید 'ورور وژنه او بې توجیه' وباله

د ایران استازي مجید تخت روانچي د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا وکړه.

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، د ایران استازي مجید تخت روانچي د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی مجید تخت روانچي پر پنجشېر د طالبانو برید غندلی او په وینا یې هېڅ داسې حکومت به په رسمیت و نه پېژندل شي، چې افغانستان کې د 'زور ' له لارې واک ته ورسېږي. نوموړي په رسیمت د طالبانو پېژندلو لپاره څو شرطونه ایښي دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کې ښاغلي روانچي پر پنجشېر ولایت د طالبانو برید داسې یاد کړ:

''پر پنجشېر برید چې هېڅ توجیه نه لري او د غندنې وړ ورور وژنه د نړیوالې ټولنې له شریک دریځ سره متضاد ده او له همدې کبله به هېڅ داسې حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي، چې د زور له لارې په افغانستان کې واک ته ورسېږي. ''

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې پر پنجشېر د طالبانو برید غندلی او د 'ملي مقاومت جبهې ' په نامه ځواکونو ویاند فهیم دشتي یې ''شهید '' بللی.

په پنجشېر کې د طالبانو او ملي مقاومت وسله والو تر منځ له خونړیو نښتو وروسته د یادې جبهې یوه قومندان صالح محمد ریګستاني ادعا وکړه، چې طالبانو د افغانستان په یوه سوله ییز ولایت کې ''وحشت، بې رحمي او وژنې کړې '' او د دې ولایت اړیکي یې پرې کړي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او په وینا یې له ملکي خلکو سره هېڅ ستونزه نه لري.

بل لور ته په ایران کې ګڼو ځايي خلکو د احمد مسعود په مشرۍ پنجشېر کې د وسله وال ځواک په ملاتړ مظاهرې کړې دي.

بل لور په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، که طالبان خپلې ژمنې پوره کړي، حکومت به یې په رسمیت وپېژندل شي. نوموړي خپل شرطونه داسې بیان کړل:

''د خلکو د ازادانه او عادلانه رایې ورکولو پایله کې رامنځته شوي داسې حکومت تشکیل چې 'واقعاً ټولشموله ' وي، ښځو ته د کاندید او رایې ورکوونکې په حیث د ګډون حق ورکول، د مذهبي، توکمیزو، ژبنیزو او ښځو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو حقوق مراعتول. ''

ایران

د عکس سرچینه، Rokna

د عکس تشریح، ایران ښاري شورا پر کابل د طالبانو له کنټرول مخکې ځينې واټونه د افغانستان او ازبکستان او تاجکستان د یو شمېر تاریخي سیمو په نومومونو ونومول.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي ټینګار وکړ چې ''په افغانستان کې د تلپاتې سولې، پرمختګ او ثبات عملي لار د افغانانو داسې خپلمنځي خبرو له لارې راتلای شي، چې د افغانستان د ټولو توکمیزو، ژبنیزو او مذهبي ډلو واقعي استازي پکې ګډون وکړي. ''

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دغه راز وړاندیز وکړ، چې هېواد یې له طالبانو سره د خبرو لپاره کوربتوب او له خپلو بندرونو، هوايي ډګرونو افغانستان سره د بشري مرستو استولو ته چمتو دی.

ښاغلي تخت روانچي دغه راز وویل، هېواد به یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي، خو نوموړي د دې غونډې ترسره کېدو نېټه اعلان نه کړه.

له دې مخکې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډې کوربتوب پاکستان په داسې حال کې وکړ، چې په ورته مهال طالبانو افغانستان کې سرپرسته کابینه اعلان کړه.