تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
واګنر: لېبیا کې د روسي اجیرانو د ماموریت کچه څرګنده شوه
- Author, لیا بارابانوف او نادر ابراهیم
- دنده, بي بي سي عربي او بي بي سي روسي څانګه
د بي بي سي یوې نوې پلټنې د لېبیا په کورنۍ جګړې کې د روسي اجیرانو د یوې پټې ډلې د عملیاتو کچه څرګنده کړې، چې جنګي جنایتونو او د روسیی پوځ سره اړیکي هم پکې شامل دي.
د واګنر ډلې له یوجنګیالي پاتې شوی د سامسنګ ټابلېټ څخه د دې ډلې د اصلي رول په اړه معلومات - او د جنګیالیو شفري نومونه ترلاسه شوي.
بي بي سي د هغو عصري پوځي وسایلو لست هم ترلاسه کړی چې کارپوهان او عیني شاهدان وايي دا یواځې د روسیی له پوځي زیرمو څخه راتلای شي.
روسانو له واګنر ډلې سره له هرډول اړیکو درلودلو انکار کړی.
د واګنر ډله لومړی ځل په ۲۰۱۴ کې هغه مهال وپېژندل شوه چې د ختیځ اوکراین په لانجه کې یې د روسي پلوو بېلتون پالو ملاتړ کاوه.
له هغې راهیسې، یې په نورو سیمو لکه سوریه، موزامبیک، سوډان، او مرکزي افریقا جمهوریت لانجو کې هم ګډون درلودلی.
د واګنر ډلې جنګیالي د ۲۰۱۹ په اپرېل کې هغه مهال په لېبیا کې څرګند شول چې د یاغیانو جنرال خلیفه حفتر ځواکونوسره یوځای شول، له هغې وړاندې جنرال حفتر د هېواد پلازمېنې، طرابلس، کې پرواکمن حکومت چې د ملګرو ملتونو لخوا یې ملاتړ کېده، برید کړی و.
لانجه د ۲۰۲۰ کال په اکتوبرکې له یو اوربندسره پای ته ورسېده.
د واګنر ډله په خورا پټه توګه فعالیت کوي، خو بي بي سي وکولای شول چې دوو پخوانیو جنګیالیو ته یې یو نادره لاسرسی پېداکړي.
هغوی دا څرګنده کړه چې څه ډول کسان د واګنر ډلې سره یوځای کېدل - او د کړنو هیڅ ډول مقررات یې نه درلودل.
شک نشته چې بندیان یې وژل- یوپخواني جنګیالي په خپله خوښه اعتراف کړی. هغه وویل:
''هیچا نه غوښتل چې یوې اضافي ګېډې ته خواړه ورکړي. ''
همدا رازد شکمنو جنګي جنایتونو لکه د ملکي خلکو د قصدي وژنې په اړه شواهد موندل شوي.
یو لېبیايي کلیوال سړي وویل کله چې یې خپلوان ووژل شول ده خپل ځان مړ اچولی و. دهغه شواهدو بي بي سي سره مرسته وکړه چې یو شکمن قاتل وپېژندل شي.
د یو بل احتمالي جنګي جنایت په اړه د لېبیا یو حکومتي عسکر وویل چې څرنګه دده یو ملګری د واګنر جنګیالیو ته تسلیم شوی و، خو دوه ځله په ګېډه کې وویشتل شو.
دهغه دغه ملګری له هغې راهیسې بیا ندی لیدل شوی او درې تنه نور ملګري یې چې په هماغه وخت کې نیول شوي و بیا تراوسه ورک دي.
له سامسنګ ټابلېټ کمپیوټر څخه د اجیرانو په اړه داسې شواهد هم ترلاسه شوي چې وايي په ملکي سیموکې یې د ماینونو او پټو بمونو په ایښودلو کې لاس درلود.
له په نښه کولو پرته د ځکمنیو ماینونو ایښودل جنګي جنایت ګڼل کېږي.
څرګندونکی سامسنګ ټابلېټ
دا کمپیوټر د واګنر ډلې له یو بې نومه جنګیالي څخه پاتې شوی و، هغه مهال چې د ۲۰۲۰ په پسرلي کې ددې ډلې جنګیالي د طرابلس په جنوب کې له ځینو سیمو څخه پر شا شوي وو.
ددې کمپیوټر په محتویاتوکې په روسي ژبه د جګړې د لومړۍ کرښې نقشې شاملې دي چې هلته د واګنر د پام وړ شته والی تاییدوي او ددې ډلې د عملیاتو په اړه بېساري معلومات ورکوي.
د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په مرسته اخیستل شوی عکسونه او د واګنر ډلې د جنګیالیو شفري نومونه هم پکې شته، بي بي سي باور لري چې لږترلږه یو تن یې پېژندل شوی.
دا ټابلېټ کمپیوټر اوس په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي.
د وسلو نوملړ
د لسو پاڼو په یو سند کې چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري ۱۹مه نېټه پرې لیکل شوې، د پوځي وسایلو او وسلو یو هراړخیزه نوملړ شته دی.
دا سند چې ښايي د واګنر له یوځای څخه ترلاسه شوي وي د لېبیا د یوې استخباراتي سرچینې لخوا بي بي سي ته ورکړی شوی.
دا سند ښيي چې څوک ښايي ددغو عملیاتو ملاتړکوي. په دې سند کې د هغو توکو نوملړ شته چې د پوځي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ورته اړتیا ده- لکه څلور ټانکونه، په سلګونو کلاشنکوف توپک او د رادار عصري سیستم.
یو پوځي څېړونکي بي بي سي ته وویل چې دا پوځي تکنالوجي به یواځې له روسي پوځ څخه ترلاسه کېدای شي.
د واګنر ډلې په اړه یو بل کارپوه، وویل دوسلو دا نوملړ د دېمېتري اوتکین لاسرلو ته اشاره کوي.
هغه د روسیې د استخباراتو یو پخوانی کس دی چې باور کېږي د واګنر ډلې بنسټګر و او دا نوم یې ورباندې ایښی و چې دده خپل پخوانی شفري نوم و.
بي بي سي هڅه وکړه چې له دېمېتري اوتکین سره اړیکه ونیسي خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.
کارپوهان وايي چې د اېورو پولیس او جنرال دایرکټر کلیمې د یوګیني پریګوزین لاسلرلو ته اشاره کوي چې ولسمشر پوتین ته نږدې یوشتمن سوداګردی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیی وزارت په ۲۰۱۸ کې پر اېورو پولیس باندې بندیزونه لګولي وه او ویلي یې و چې دا یوه روسي قراردادي کمپنۍ ده چې د سوریی د تېلو د ساحو د ساتنې دنده ورکړل شوې ده او خاوند یې ښاغلی پریګوزین دی.
د لویدیځو ژورنالیستانو څېړنې له واګنر سره د ښاغلي پریګوزین د اړیکو په اړه وايي. خو هغه تل له واګنر یا اېورو پولیس سره د اړیکو درلودلو دا تورونه رد کړي.
د یوګیني پریګوزین یو ویاند بي بي سي ته وویل هغه له اېوروپولیس یا واګنرسره هیڅ تړاو نه لري. ښاغلي پریګوزین هم ویلي چې د روسانو لخوایې په لېبیاکې دبشري حقونو سرغړونو په هکله هیڅ ندي اورېدلي: هغه وویل زه ډاډه یم چې دا مطلق دروغ دي.
د روسیی د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته وویل: زیار باسي چې د لېبیا د کړکیچ لپاره یوه سیاسي حل لاره او اوربند را منځته شي. دغه وزارت زیاته کړه چې لېبیاکې د واګنر په اړه جزییات ترډېره له درغلۍ ډکو اطلاعاتو پربنسټ دي او غواړي چې په لېبیاکې د روسیی تګلاره بې اعتباره کړي.
واګنر څه دی؟ پخواني جنګیالي یې وايي
په رسمي ډول، هغه شتون نه لري- خو باور کېږي چې له هغې راهیسې چې په ۲۰۱۴ کې په ختیځ اوکراین کې واګنرډلې د روسي پلوو بېلتون پالو په ملاتړ جګړه پېل کړه، تر ۱۰،۰۰۰ پورې کسانو له واګنرسره لږترلږه یوقرارداد درلودلی.
تخمین شوی چې د واګنر تقریبا ۱۰۰۰ کسانو په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کې په لېبیاکې د جنرال حفتر په ملاتړ جګړه کې برخه اخیستې.
بي بي سي په روسیه کې ددې ډلې یوپخواني جنګیالي څخه وپوښتل چې واګنر څه شی دی. هغه په ځواب کې وویل: دا یو جوړښت دی چې هدف یې زموږ د هیواد له پولو بهر د دولت د ګټو پرمخ بېول دي.
هغه وویل جنګیالي یې یا د جګړو مسلکي کسان دي، یا هغه کسان دي چې دندې پسې ګرځي، او یا شوقیان دي چې غواړي خپل هیواد ته خدمت وکړي.
یو بل پخواني جنګیالي وویل هلته د کړنې کوم روښانه مقررات نه و. که یو نیول شوي بندي کوم معلومات ندرلودل چې وریې کړي، یا یې د مريي په توګه کار نشو کولای، نو پایله یې روښانه وه.
اندرې چوپرېګین، د روسیی د نړیوالې شورا یو کارپوه وویل د روسیی د حکومت دریځ واوو چې: پرېږدئ چې دغه شي سره یوځای شي، او وبه ګورو چې نتیجه یې څه ده. که ښه کار ورکړي، د خپلې ګټې لپاره یې کارولای شو. او که نتیجه یې بده وي، نو موږ ورسره کار نه لرو.