تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واګنر په نامه پټه روسۍ ډله 'په لیبیا کې جګړه کوي'
د ملګرو ملتونو په یوه افشا شوي رپورټ کې راغلي چې د واګنر په نامه د یوې روسۍ ډلې سلګونه اجیر وسله وال چې ډېر معلومات یې په اړه نه شته، د لیبیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل دي.
ویل کېږي چې دغه وسله وال د لیبیا حکومت پر ضد د جنرال خلیفه حفتر په پلوي جګړه کوي. داسې باور کېږي چې د دغې ډلې وسله وال به د لیبیا تر څنګ په اوکراین، سوریه او ځینو نورو جګړو کې هم ښکېل وي، خو د روسیې حکومت له دغې ډلې سره له لاس لرلو انکار کوي.
دغه رپوټ د یوې خپلواکې څارونکې ډلې لخوا د ملګرو ملتونو بندیزونو کمېټې ته وړاندې شوی دی.
د الومړی ځل دی چې ملګري ملتونه د لیبیا په کورنۍ جګړه کې د ښکېلو اجیرو یا حرفوي وسله والو په هکله رپوټ ورکوي، چې که څه هم رسماً یې نه مني، خو خبري شبکو ته رسېدلی دی.
په رپوټ کې ویل شوي، چې په لیبیا کې کې د واګنر ډلې اړوند داسې ملېشه کسانو شمېر چې جګړیز فعالیتونه کوي، د ۸۰۰ او ۱۰۰۰ کسانو تر منځ دی.
په دغه ۵۷ مخیز رپوټ کې راغلي چې یاده ډله په لیبیا کې له ۲۰۱۸ کاله راهیسې فعاله ده. ویل کېږي چې دوی د تخنیکي مرستو او پوځي وسایلو د ترمیم تر څنګ عملاً په جګړه کې برخه اخلي.
د وګنر وسله وال هوايي او توپچي ځواکونه څاري او په الیکترونیکي برخه کې کې هم مرسته کوي. د دغې ډلې په هکله ویل شوي، چې ډېری غړي یې روسیان دي، خو د اوکراین، مالدوا، سربیا او اوکراین اوسېدونکي هم پکې شامل دي.
د روان کال په لومړیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي و، چې د لیبیا په جګړه کې بوخت کسان د روسیې د حکومت استازیتوب نه کوي او نه هم د روسیې دولت ورسره مرسته کوي.
د واګنر په اړه رپوټونو کې ویل شوي، چې بنسټ یې د روسیې پوځي استخباراتو د ځانګړې قطعې جي ار یو د پخواني غړي دیمتري اتکین لخوا ایښودل شوی دی.
په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین په جګړه کې د دغې ډلې د ګډون له کبله پرې بندیزونه ولګول او د دیمتري اتکین نوم هم د بندیزونو په لیست کې شامل کړ، چې د یادې ډلې بنسټګر بلل کېږي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د سوریې اجیر جنګیالي هم د خلیفه حفتر په پلوي په جګړه کې ښکېل دي. لیبیا په ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي حکومت له نسکورېدو وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.
پلازمېنه طرابلس کې اوسمهال د ملي روغې جوړې په نامه حکومت واکمن دی، چې قطر او ترکیه یې ملاتړ کوي.
ترکیه پلوه سوریایان بیا د جنرال حفتر په پلوۍ جګړه کوي. دغه جنرال د ۲۰۱۹ په اپریل کې د پلازمېنې نیولو هڅه وکړه، خو پاتې راغي.