'واګنر'؛ لېبیا کې روسي اجیران

په لیبیا کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې وضعیت له هغه وروسته کړکېچن شو چې معمر القذافي د یو پاڅون په پایله کې چې د ناټو په مشرۍ ایتلاف هوايي ملاتړ یې هم درلود بې واکه شو.

له هغه راهیسې، دوو سیالو حکومتونو دغه هېواد وېشلی. بهرنۍ مداخلې هم پر دغې جګړې اغېز کړی، چې دواړه اړخونه د روسیې او ترکیې په ګډون د نړیوالو قوتونو ملاتړ له ځان سره لري.

بي بي سي عربي او بي بي سي روسي څانګو له څو میاشتو راهیسې له روسیې سره د اړوند 'واګنر'ډلې د جنګي مزدورانو د رول په اړه څېړنې کړې دي او په ځانګړي ډول توانېدلې چې روسي جنګیالي ومومي.

په دې څېړنو کې داسې شواهد هم تر لاسه شوي چې دغې ډلې مشکوک جنګي جرمونه هم کړي دي.