د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مه - د پېړۍ ترټولو ستره دردوونکې پېښه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه د سه شنبې پر ورځ ځانمرګو برید کونکو امریکايي مساپر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې له دوو لوړو ودانیو سره ټکر کړې چې په زرګونو کسان یې ووژل.
دا برید نه یواځې د امریکایانو لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره د دې پېړۍ یوه ترټولو دردوونکې پېښه ده.
هدفونه یې کوم وو؟
څلور الوتکې چې د امریکا د متحدو ایالتونو پرختیځو سیمو الوتلې د یوې وړې ډلې تښتونکو لخوا په یوه وخت کې وتښتول شوې.
له هغوڅخه یې د سترو توغوندیو په توګه کار واخیست او په نیویارک او واشنګټن کې یې له لوړو او نامتو ودانیو سره تکر کړې.
دوې الوتکې په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز دوو غبرګونو دنګو ودانیو سره ټکر شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړۍ الوتکه پر محلي وخت د سهار ۰۸:۴۶ بجې پر شمالي برج ولګېده. دویمه الوتکه پر ۰۹:۰۳ بجو له جنوبي برج سره ټکر شوه.
په ودانیو کې اور ولګېد، په لوړو پوړونو کې خلک ایسار پاتې شول، او د ښار فضا له لوګي او ګرد ډکه شوه. له ۲ ساعتو په کمه موده کې، دواړه ۱۱۰ پوړیزه ودانۍ له سترو وریځو او ګردونو سره را ونړېدې.
پر ۰۹:۳۷ بجو دریمې الوتکې، د هېواد پلازمېنې، واشنګټن ډي سي ته نږدې د هیواد د پوځ ستر مرکز، دفاع وزارت یا پنټاګون لویدیځ اړخ له منځه یووړ.
څلورمه الوتکه، پر ۱۰:۰۳ بجو پداسې حال کې چې مساپر له تښتونکو سره لاس او ګریوان وو، د پنسلوانیا په یوه کرونده کې پرځمکه ولوېده.
ګومان کېږي چې تښتونکو غوښتل په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره کسان مړه شول؟
په ټوله کې، ۲۹۷۷ کسانو( ۱۹ تنه الوتکې تښتونکي پکې شامل نه دي) خپل ژوند له لاسه ورکړ، زیاتره یې په نیویارک کې وو.
•د څلورو الوتکو ټولې ۲۴۶ سپرلۍ او کارکونکي ووژل شول.
•د غبرګو برجونو په ودانیو کې، ۲۶۰۶ کسان مړه شول - پر هماغه مهال یا وروسته د ټپونو له امله.
•په پنټاګون یا دفاع وزارت کې، ۱۲۵ کسان ووژل شول.
ترټولو کشر قرباني ۲ کلن کرستین لي هانسن نومېده، چې په یوه الوتکه کې له خپلو والدينو، پیټر او سو سره یوځای شو.
ترټول مشر قرباني، ۸۲کلن رابرټ نورتن نومېده چې په یوه بله الوتکه کې له خپلې مېرمنې، ژاکلین، سره یوه واده ته روان و.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې لومړۍ الوتکه راوغورځېده، تقریبا ۱۷۴۰۰ کسان په دوو غبرګو ودانیو کې وو.
پر شمالي برج باندې د الوتکې د لګېدو له ځایه پورتنیو پوړونو کې هیڅوک ژوندی پاتې نشو، خو په جنوبي برج کې د الوتکې د لګېدو له ځایه پورته پوړونو څخه ۱۸ کسانو وکولای شول وتښتې او ژوندي پاتې شول.
په تلفاتو کې د ۷۷ بېلابېلو هېوادونو وګړي شامل وو. د نیویارک په ښارکې ۴۴۱ تنو د بېړنیو مرستو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په زرګونو کسان ټپیان شول یا ددې بریدونو له امله په راز راز ناروغیو اخته شول، لکه هغه اور وژونکي یا د اطفایې کارکوونکي چې مجبوره وو د زهرجنو توکو په شتون کې هلته د ژغورنۍ په کار بوخت شي.
بریدکوونکي څوک وو؟
د القاعده په نوم اسلامي افراطي شبکې له افغانستان څخه دا برید پلان کړی و.
القاعدې د بن لادن ترمشرتابه لاندې، د اسلامي نړۍ د نښتو او لانجو له امله د امریکا پر متحدو ایالتونو او ملګرو باندې تور لګاوه.
نولس کسانو د الوتکو په تښتولو کې برخه درلوده، په ۳ پنځه کسیزو او یوې څلورکسیزې ډلې کې یې کار کاوه.
په هره ډله کې یو داسې کس و چې د پیلوټي روزنه یې ترلاسه کړې وه. دا زده کړه یې په خپله د امریکا د متحدو ایالتونو د الوتنو د زده کړې په یو ښوونځي کې کړې وه.
پنځلس تښتونکي د بن لادن په شان سعودیان وو. دوه تنه له متحدو عربي اماراتو څخه وو، یو مصری او یو لبنانی و.
د امریکا متحدو ایالتونو غبرګون څه ډول و؟
له بریدونو وروسته له یوې میاشتې کمه موده کې، ولسمشر جورج بوش پر افغانستان د برید مشري وکړه - د یو نړیوال ایتلاف لخوا یې ملاتړ کېده- غوښتل یې چې القاعده سازمان له منځه یوسي او بن لادن ښکار کړي.
خو، امریکايي عسکر بلاخره په ۲۰۱۱ کال کې پدې بریالي شول چې په پاکستان کې بن لادن پېدا کړي او ویې وژني.
خالد شېخ محمد چې د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د پلان کوونکي په توګه ګڼل کېږي په ۲۰۰۳ کې په پاکستان کې ونیول شو. له هغې راهیسې هغه د امریکا د ګوانټانامو خلیج په زندان کې ساتل کېږي او تراوسه د محاکمې په انتظار کې دی.
القاعده اوس هم شته ده. د افریقا په نیمه صحرايي سیمو کې ترټولو غښتلې ده خو ان اوس هم په افغانستان کې یو شمېر غړي لري.
له تقریبا شلو کلو وروسته سږکال امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل، ډېرو ته ېې دا وېره پیدا کړه چې د القاعده اسلامپالې شبکه کېدای شي بیا هلته سر راپورته کړي.
د سپتمبر د ۱۱ میراث

د عکس سرچینه، DOUG KANTER / AFP
د سپتمبر له یوولسمې وروسته کلونو کې په ټوله نړۍ کې د الوتکو د خوندیتوب مقررات سخت او ټینګ شول.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې، د ترانسپورت د امنیت اداره جوړه شوه چې په هوايي ډګرونو او الوتکو کې امنیت لانور پیاوړی کړي.
د نیویارک د غبرګو ړنګوشویو ودانیو ځای یا ګرونډ زیرو پاکولو له اتو میاشتو زیات وخت ونیو.
پردغه ځای اوس یو یادګاري څلی او موزیم جوړشوی، او هلته نوې جوړې شوې ودانۍ هم په نوي ډیزاین یا نوې طرحې جوړې شویدي.
د نړېوالې سوداګرۍ مرکز یا ازادۍ برج په نوم بشپړه شوې ودانۍ اوس ۵۴۱متره یا ۱۷۷۶ فوټه لوړه ده پداسې حال کې چې دشمالي برج پخوانۍ ودانۍ ۱۳۶۸ فوټه وه.
د دفاع وزارت یا پنټاګون د ودانۍ بیارغولو څه کم یو کال وخت ونیو، د ۲۰۰۲ په اګست کې کارکوونکو په خپلو دفترونو کې بیا کار پيل کړ.










