طالبان هلمند کې د چورلکې غورځولو خو حکومت یې د بېړنۍ ناستې خبره کوي

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د افغان پوځ اېم ډي-۵۳۰ چورلکې بېګا د هلمند مرکز لښکرګا سره نږدې بولان کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د نوموړي په خبره، دې پېښه کې د چورلکې دوو پیلوټانو ته تاوان نه دی رسېدلی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دا چورلکه د دوی وسلوالو د لښکرګا په میدان کې ویشتلې او بولان کې غورځېدلې ده.
نوموړي له دې خبر سره خپل ټوېټر کې داسې ویډیو هم خپره کړې چې پکې چورلکه هوا کې انډول له لاسه ورکوي، وروسته د ځمکې لور ته ټیټېږي او له سترګو پنا کېږي.
د هلمند ولسوالیو او مرکز کې له څو ورځو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتو بیا زور اخیستی دی.
د چارشنبې په ورځ هم ځايي چارواکو وویل، طالبانو د لښکرګا په ګڼو سیمو بریدونه کړي او د ښار په څنډو کې د دواړو خواو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د لښکرګا ښار اړوند سیمو کې چاڼیزو عملیاتو سره تر ۶۵ وسلوال ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
دفاع وزارت د هرات ګذره، کرخ او سیاوشان ولسوالیو کې هم لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د حکومت دا ادعاوې ردوي.










