غزني کې نسکوره شوې امریکايي الوتکه
امریکايي چارواکو منلې ده چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په غزني ولایت کې نسکوره شوې ده. رویټرز خبري اژانس ته دغو چارواکو ویلي، په الوتکه کې تر لسو کم کسان سپاره وو.
طالبانو ویلي، الوتکه دوی ویشتلې ده، خو امریکايي چارواکو ویلي، داسې ثبوت نه شته چې ګني الوتکه دې د "دښمن" له لوري ویشتل شوې وي.