تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ د تونس لومړی وزیر له دندې ګوښه کړل شو
تونس کې کورونا وبا سره د مقابلې په غبرګون کې د مظاهرو له امله د دغه هېواد ولسمشر لومړی وزیر له دندې لرې کړ او پارلمان یې وځنډاوه.
زرګونه تونسیان له کورونا وبا سره د حکومت پر چلن غوسه او د یکشنبې په ورځ یې کوڅو کې له پولیسو سره هم تاوتریخوالی وکړ.
ولسمشر قیس سعید وايي، د نوي لومړي وزیر په همکارۍ به دا مسوولیت واخلي او هېواد به بېرته ارام کړي.
خو د نوموړي مخالفان دا کار یوه کودتا بولي.
ښاغلي سعید له بېړنۍ امنیتي غونډې وروسته تلوېزوني وینا کې وویل:
"موږ دا پرېکړه کړې... چې تونس کې ټولنیز امن جوړ او دولت خوندي کړو."
بېګا شپه ناوخته لاریونوالو د لومړي وزیر هشام المشيشي له دندې ګوښه کېدل ولمانځل او ولسمشر سعید هم پلازمېنه کې له دوی سره یو ځای شو.
زرګونو کسانو د واکمن ګوند(حزب النهضه) خلاف مظاهرې کولې او د دې ګوند د بې واکه کېدلو او پارلمانه ړنګولولو غوښتنه یې کوله.
امنیتي ځواکونو پارلمان کلابند کړ او د بروجیبا ډګر کوڅې یې هم وتړلې چې پر ۲۰۱۱ کال تونس کې د حکومت ضد مظاهرو ډګر و.
پولیسو پر مظاهره چیانو اوښلن ګاز شندلی او څو کسان یې نیولي هم دي. ځینې ښارونو کې د پولیسو او مظاهره چیانو د تاوتریخوالي رپوټونه هم ورکول کېږي.
مظاهره چیانو په توزیر کې د واکمن ګوند مرکز باندې چپاو ور وړلو سره دې مرکز ته اور اچولی او کمپیوټر یې مات کړي دي.
دا ګوند دا برید غندي او هغه "جرمي ډلې" یې مسوولې بولي چې "د ګډوډۍ جوړولو هڅه کوي. "
پوځي خبرداری
ولسمشر سعيد خبرداری ورکړی چې نور تاوتریخوالي ته به پوځي ځواب ورکړي:
"زه هغو ته خبردرای ورکوم، چې وسلې ته لاس اچول غواړي... او ان که یو ډز هم وکړي، وسلوال ځواکونه به مرمیو سره ځواب ورکړي."
هغه وویل، قانون اجازه ورکړې چې له پېښېدونکي خطر سره مخ پارلمان وځنډوي.
خو د پارلمان مشر راشد غنوشي ولسمشر د تونس انقلاب او اساسي قانون پرضد کودتا باندې تورن کړ.
هغه له رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: "موږ فکر کوو چې اساسي قانون او پارلمان لا هم واکمن دي او د غورځنګ ملاتړي او د تونېس خلک به له خپل انقلاب دفاع وکړي."
لس کاله مخکې د تونس انقلاب سره دغه هېواد کې ولسواکي پیل او سیمه کې یې عرب پسرلي ته لار جوړه کړه.
خو دا هیله اوس په اوبو لاهو شوې چې دا انقلاب به کارونه او ډېر چانسونه برابر کړي.
یو لسیزه وروسته هم تونس لا هم له ژور اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او افریقا کې کورونا یو سخت ځپلی هېواد دی.
وروستیو اونیو کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په چټکۍ ډېر او د دغه هېواد پر اقتصاد یې لا نور فشار واچاوه.
که څه هم له دندې لرې شوي لومړي وزیر هشام المشيشي تېره اونۍ د روغتیا وزیر له دندې ګوښه کړ، خو دې سره د خلکو غوسه کمه نه شوه.