د پاکستان حکومتي چارواکو له حمدالله محب سره د نواز شریف پر لیدنه نیوکې کړې

د عکس سرچینه، @NSCAfghan
په لندن کې د افغانستان ملي امنیت شورا له سلاکار حمدلله محب او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري سره د پاکستان پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف لیدنې په هکله د پاکستان واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند لوړ پوړو چارواکو سخت غبرګون څرګند کړی دی.
پاکستان کې د خواله رسنیو کاروونکو هم دې لړ کې خپل غبرګونونه څرګند کړي دي.
تېره شپه د افغانستان ملي امنیت شورا له لوري د دې لیدنې په هکله اعلامیه او تصویرونه خپاره شول.
بل لور ته د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مرستیاله مشره او د ښاغلي شریف لور مریم نواز وايي، له ګاونډیانو سره سوله ییز اړیکي د نواز شریف د مفکوري بنسټ دی.
مریم نواز وايي:
''له ټولو سره خبرې، د نورو د خبرې اوریدل او د خپل پیغام رسول د دیپلوماسۍ بنسټونه دي او دا هغه څه دي چې اوسنی حکومت نه پرې پوهېږي، ځکه دوی په نړیواله کچه ناکام دي. ''

د عکس سرچینه، @MaryamNSharif
د افغانستان ملي امنیت شورا په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوی چې په لیدنه کې ''دواړو لوریو پر دې نظر توافق څرګند کړ چې د متقابل درناوي په سیاست او یو د بل په چارو کې د لاس نه وهلو په وسیله د دواړو ملتونو ګټې خوندي کېدای شي. ''
د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي، ''په دې کتنه کې ټینګار وشو چې د ولسواکي پیاوړتیا دغه هېوادونه ثبات او بسیاینې ته رسولای او د سیمهیز اتصال او سوداګرۍ منطقه ګرځولای شي.
بل لور ته د پاکستان دولتي چارواکو په ګډون د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو پر دې لیدنه سختې نیوکې کړې دي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري لیکلي:
''له پاکستانه بهر د نوازشریف استول ځکه خطرناکه چاره ده، چې داسې خلک د نړیوالو توطئو برخه ګرځي، په افغانستان کې د را (د هند استخباراتي اداره) تر ټولو لوی اتحادي حمدالله محب سره د نواز شریف لیدنه دې لړ کې تر ټولو لویه بېلګه ده. مودي، محب یا امرالله صالح د پاکستان هر دښمن د نوازشریف نژدې ملګری دی. ''

د عکس سرچینه، @NSCAfghan
د پاکستان لومړي وزیر سلاکار شهباز ګل بیا په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې چې ''باوري سرچینې وايي، ښاغلي محب په دې لیدنه کې میا نواز شریف ته د هند لومړي وزیر نریندر مودي یو ځانګړی پیغام راوړي دی. ''
د ښاغلي شریف لور مریم نواز بیا د افغانستان ملي امنیت شورا ټویټر پیغام له نورو سره شریک کړی دی او له هغه وروسته د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان له اړوند ټویټر حسابونو پر اغلې مریم نواز سختې نیوکې شوې.
بل لور ته د پاکستان مسلم لیګ ګوند ځینې پلویانو بیا د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او حمدلله محب تر منځ په راولپنډۍ کې د تېر کال مې میاشت کې د لیدنې تصویرونه خپاره کړي دي.
دوی پوښتنه کوي چې که له جنرال باجوه سره د ښاغلي محب لیدنه 'حلال ' ده، نو له نواز شریف سره یې لیدنه ولې خیانت دی؟

د عکس سرچینه، @Aadiiroy
د خواله رسنیو ځینې پاکستاني کاروونکو هغه تصویرونه هم خپاره کړي، چې کابل ته د لومړي وزیر عمران خان د سفر پر مهال د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدلله محب سره د ښاغلي خان د روغبړ پر مهال اخیستل شوي دي.
دې تصویرونو سره لیکل شوي، چې دا لیدنه هغو کسانو ته یو ځواب دی، چې فکر کوي د نواز شریف سیاسي رول پای ته رسېدلی.









