د اسرائیل دفاع وزیر: ایران سره جګړه کې یو، باید د ځان دفاع وکړو

د اسرائیلو دفاع وزیر بيني ګانټز په کمسارو څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې "ایران سره د جګړې په حال کې دی - هر وخت او هر ځای چې اړتیا ولیدل شي نو اټومي وسلو ته به د تهران د لاسرسي د مخنیوي لپاره ګام واخلي."

ښاغلي ګانټز زیاته کړې چې "موږ له ایران سره ښکیل یو او باید د ځان دفاع وکړو. دې ته ژمن یو چې د ایران د اټومي کېدو مخه ونیسو او سیمه کې یې له منفي چار چلن راوګرځوو."

هغه دا څرګندونې د اسرائیلو له یوې تلویزیوني شبکې سره تازه مرکه کې کړې دي. د اسراییل دفاع وزیر وايي "ایران پر دې پوهېږي چې موږ پوهېږو څه ډول ګام واخلو."

اسرائیلي چارواکو پخوا په دودیز ډول نېغ په نېغه د ایران پر خلاف د اقدام په تړاو له څرګندونو او دا راز د دغه هېواد پر ضد د پورته شویو ګامونو د مسئولیت له منلو ډډه کوله، خو په وروستیو میاشتو کې یې لهجه په کم ساري ډول زغرده او روښانه شوې ده.

څه موده وړاندې د موساد مخکني مشر یوسي کوهن هم په یوه مرکه کې ویلي و چې د ایران د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د دغه هېواد د اټومي پروګرام تر ټولو مخکښ ساینسپوه محسن فخري زاده د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۷مه تر وژل کېدو وړاندې کلونه کلونو د دوی تر څار لاندې او موساد ورته په فیزیکي ډول نږدې و.

ښاغلي کوهن د اسرائیل د پیاوړو دښمنانو د وژلو په تړاو د نوموړي د درېځ په اړه د پوښتنې ځواب کې ویلي و: "که څوک دا وړتیا لري چې اسرائیلي وګړو ته خطر پېښ کړي، باید له منځه یوړل شي."

تر هغه وړاندې د اسرائیل پخواني لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو هم ویلي وو چې استخباراتي مامورانو یې د ایران د اټومي اسنادو پر مخزن عملیات کړي او زرګونه اسناد یې ترې په بریالیتوب سره ایستلي دي.

ایراني چارواکو که څه هم مخکې د دغه هېواد د اټومي اسنادو د ورکېدو له تائید ډډه کوله خو تازه د دغه هېواد د نظام د مصلحت د تشخیص مجمع مدیر او د سپاه پاسدارن پخواني قوماندان محسن رضايي دغه عملیات تائید کړل.

د ایران د پخواني ولسمشر حسن روحاني یوه مرستیال او د پخواني ولسمشر محمد خاتمي حکومت کې د ایران د اطلاعاتو وزیر علي یونیسي هم تازه دغه هېواد کې د موساد د نفوذ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

هغه خبرداری ورکړی چې ایران کې د موساد نفوذ دومره پراخ دی چې د نوموړي په وینا "بې ځایه نه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ټول مسئولان د خپل ژوند په اړه اندېښمن واوسي."

د ایران او اسرائیلو ترمنځ په دې وروستیو کې غېر مستقیمې نښتې هم ډېرې شوې دي. په دې لړ کې وال سټریټ ژورنال په یوه رپوټ کې ویلي چې دغو هېوادونو په دې وروستیو کې نړیوالو اوبو کې د یو بل پر بېړیو بریدونه کړي.

ایراني چارواکو تازه د دغه هېواد کرج کې پر اټومي تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید د شنډېدو خبر ورکړی خو وروسته داسې رپوټونه هم خپاره شول چې کرج کې برید شوی او تاسیساتو ته پکې زیان هم اوښتی دی.

له تېر اوړي راهیسې د ایران اټومي تاسیسات څو ځله له بریدونو سره مخامخ شوي. په دوی کې د نطنز اټومي بټۍ چاودنه هم وه چې سانټرفیجونو ته یې پکې سخت زیان واوښت.

د ایران اټومي تاسیساتو کې تر چاودنو ور هاخوا اسرائیل په بیا بیا سوریه کې د ایران پلوه ملېشو پر اهدافو د هوايي بریدونو خبره هم کوي.

تل ابیب وايي اجازه به ورنکړي چې ایران د سوریې له خاورې دوی ته زیان ورسوي.

ایران که څه هم د ۱۳۵۷کال تر اسلامي انقلاب وړاندې له اسرائیلو سره بشپړې سیاسي اړیکې نه درلودې خو د دغه هېواد وروستي پاچا محمد رضا پهلوي اسرائیل عملآ په رسمیت پېژندلي وو.

خو د ایران د انقلاب مشر ایت الله خمیني تر انقلاب وروسته له اسرائیلو سره لفظي جګړه پیل او اعلان وکړ چې دغه هېواد باید د نړۍ له نقشې محوه شي.