اسراییلۍ رسنۍ: ایران کې د اټومي سانتریفیوجونو جوړولو مرکز په برید کې زیانمن شو

اسراییلۍ رسنۍ وايي، د ایران پلازمېنې تهران په کرج ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې برید کې د دغه هېواد د اټومي سانتریفیوجونو د جوړولو مرکز زیانمن شوی دی.

د اسراییل ۱۳ چینل رپوټوي چې دې برید کې د ایران د اټومي انرژۍ بټۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې هم پرون وویل، د یوې بټۍ پرضد یې د ورانکاري ګام مخه نیولې او بټۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

د تېر لمریز کال دوبي کې هم پر نطنز اټومي بټۍ ورانکاری برید وشو او د پېښې لومړیو کې ایراني چارواکو د هغه زیان کم باله.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د "یوه خبر ایراني" او د امریکا د استخباراتي چارواکو له خولې ویلي، اوسني برید کې په نښه شوی کارځی د فردو او نطنز اټومي بټیو لپاره د سانتریفیوجونو د تولید یو اصلي مرکز دی.

نیویارک ټایمز لیکلي: "دا اشنا کس وايي، برید کې کارول شوې بې پیلوټه الوتکه د ایران خاوره کې او د سانتریفیجونو مرکز ته له نږدې ځای پورته شوې او دې ودانۍ سره جنګول شوې ده. خو دا کس دانه وايي، چې زیان رسېدلی که نه. "

څو اسراییلۍ رسنۍ د سرچینې له یادولو پرته کرج کارځي ته د زیان اوښتو خبره کوي.

یوریشلم پوسټ ورځپاڼه وايي، "قوي نښې" ښيي چې د ایراني چارواکو د څرګندونو خلاف د چارشنبې ورځې برید کې پام وړ تاوان رسېدلی دی.

بي بي سي دا رپوټونه تاییدولی نه شي.

برید کې په نښه شوی مرکز "د ایران سانتریفیوجونو ټیکنالوجۍ شرکت" اړوند بلل شوی او د اسراییلي سرچینو په خبره، دا داسې هدف و چې د ډونلډ ټرمپ حکومت پرې خبر کړل شوی و.

له تېر کال راهیسې د ایران اټومي پروګرام باندې څو ورانکاري بریدونه وشول چې تر ډېره یې مسوول اسراییل بلل کېږي.

اسراییل بیا بیا سوریه کې د ایران پر هدفونو بریدونه کړي دي.

ایران د غچ اخیستو مخامخ خبره نه ده کړې، خو د اسراییل ضد توندلارو ډلو ملاتړ کوي.