په ایران کې چاودنې

په ایران کې دننه، په دې وروستیو کې پر مهمو ځایونو بریدونه د دغه هېواد مشرانو لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوي دي. تر ټولو مهم برید، پرونی دی، چې په نتنز کې، پر یوې اټومي مرکز وشو. په ایران کې دننه او بهر ډېری فکر کوي چې د بریدونو تر شا اسراییل دی خو اسراییل دا خبره نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده. نو دا د ایران اټومي ارمان لپاره په څه معنی دی؟ ایا ایران به ځواب ووايي؟ د بي بي سي فارسي رڼا رحیمپور رپوټ لري.