تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا کې سخته ګرمي؛ پنځو ورځو کې ۴۸۶ کسان مړه شوي
د کاناډا په هغه کلي کې چې د تودوخې تر ټولو لوړه کچه (۴۹.۶) سانتي ګرېډ ثبت شوې وه اوس ځنګليز اور لګېدلی او خلک يې له سيمې وتلو ته اړ کړي دي.
د برېټېش کولمبا د لېټن ښاروال له خلکو غوښتي چې له سيمې ووځي. نوموړی وايي د اور لمبي په ۱۵ دقيقو کې په ټول کلي کې خپرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د کاناډا په لوېديځ کې د تودوخې تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې وه چې له امله يې په برېټښ کولمبا کې د مړينې کچه د پخوا پرتله درې برابره لوړه ده.
په تېرو پنځو ورځو کې په برېټش کولمبيا کې ۴۸۶ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي چې په تېر کې به د مړينې شمېر ۱۶۵ تنه و.
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو له هغو کسانو سره خواخوږي ښودلې چې د ګرمۍ د سختې څپې له امله يې خپلوان مړه شوي.
نوموړي وايي، موږ له هغو کسانو سره يوو چې د ګرمۍ له امله يې خپلوان له لاسه ورکړي او زياته کړې يې ده چې دا تودوخه د اقليمي بدلون د ستونزې اوارولو غوښتنه کوي.
د کاناډا لوېديځ کې د درېيمې پرلپسې ورځې لپاره د سانتي ګرېډ په کچه د تودوخې درجه ۴۹،۵ ثبت شوې وه.
له بلې خوا د امريکا په پورټلنډ او سياټل ښارونو کې ګرمه هوا په ۱۹۴۰ لسیزه کې د ريکارډونو د ثبت له پيل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د امريکا د هواپوهنې ملي سازمان د راپور له مخې په ورګان ايالت کې د پورټلنډ ګرمه هوا د ساتنې ګرېډ په کچه ۴۶،۱ درجې ثبت شوې او په واشنګټن کې ۴۲،۲ سانتي ګرېډ ته رسېدلې.
دلته د هوا تودوخه په هغه اندازه زياته ده چې د برېښنا مزي اوبه کوي، لکه څرنګه چې د يکشنبې پر ورځ د پورټلنډ ښار د برېښنايي رېل خدمتونه وځنډول شول.
د امريکا ولسمشر جو بايډن هم په لوېديزو ايالتونو کې د ځنګليز اور خبرداری ورکړی دی.