کاناډا کې د ګرمۍ؛ څپه له اقلیمي بدلون سره پر مقابله ټینګار

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو هغو لسګونو کسانو سره خواخوږي وښوده چې د دغه هېواد لوېدیځ کې یې د ګرمۍ د سختې څپې له امله خپلوان مړه شول.

هغه وویل، موږ له هغو کسانو سره یو چې د ګرمۍ له امله یې خپلوان له لاسه ورکړي او زیاته یې کړه، دا تودوخه د اقلیمي بدلون د ستونزې د اوارولو غوښتنه کوي.

د کاناډا لوېدیځ ته بریټیش کلمبیا ولایت کې چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، تېرو پنځو ورځو کې چې سخته ګرمي وه، لږ تر لږه ۴۸۶ کسان ناڅاپه مړه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې شمالي امریکا کې هوا سخته ګرمه شوې په داسې ډول چې د کاناډا لوېدیځ کې د دریمې پرلپسې ورځې لپاره د سانتي ګراد په کچه د تودوخې درجه ۴۹.۵ یا(د فارنهایت ۱۲۱ درجې) ثبت شوه.

بریټیش کلمبیا کې کرونګر ډویویډ موټز وايي، سختې ګرمۍ بوټي وسوځول او میوې شیته یا مړاوي شوې.

په کلګري کې کولر لګوونکی رایان وانډلر وايي، دا ګرمي به د دوبي تر پای وي او زیاتوي، "د کولر لګولو غوښتنه نږدې څلور برابره شوې ده. "

له اقلیمي بدلون سره پر مقابله ټینګار

د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو ګرمي زیاتېدونکې ستونزه بولي او وايي، کال په کال د ګرمۍ څپې اوږدېږي: "ځکه به سمه وي چې ووایو دا به د ګرمۍ وروستۍ څپې نه وي. "

نوموړي وروسته د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپاره د هوا او اقتصاد د پاکولو په خاطر له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره د کاناډا پر ژمنه ټینګار وکړ.

ځینې پوهان هم وايي، په څو ورځو کې به دا مالومه کړي چې د بریټیش کلمبیا وروستیو ورځو سوځوونکې ګرمي د انساني فعالیت له امله ده که نه.

د اکسفورډ پوهنتون ډاکټر فریدریکاوتو بي بي سي ته وویل، اقلیمي بدلون چې د انسان له فعالیت سرچینه اخلي، هره ګرمه څپه لا سختوي.

د هغه په خبره، :"اقلیمي بدلون بلکل کاناډا کې د ګرمې څپې یو عوامل دی، خو یواځنی عامل نه دی او اوس دا ارزول کېږي چې دا عامل پکې څومره رول لري. "

پر امریکا د ګرمې هوا د څپې اغیز

له بلې خوا د امریکا په پورتلنډ او سیاټل ښارونو کې ګرمه هوا په ۱۹۴۰ لسیزه کې د ریکارډونو د ثبت له پیل تر اوسه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د امریکا د هواپوهنې ملي سازمان د راپور له مخې په اورګان ایالت کې د پورتلنډ ګرمه هوا د سانتي ګراد ۴۶.۱ درجې (د فارنهایت ۱۱۵ درجو) او په واشنګټن کې د سیاتل ګرمه هوا د سانتي ګراد ۴۲.۲ درجو (د فارنهایت ۱۰۸ درجو) ته ورسېده.

د هوا تودوخه په هغه اندازه شدیده ده چې د برېښنا مزي اوبه کوي، لکه څرنګه چې د یکشنبې په ورځ د پورتلنډ ښار د برېښنايي رېل خدمتونه وځنډول شول.

د سیاتل یو اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د واشنګټن په باراني او زرغون ایالت کې د دغه ښار هوا اوس د دښتو په څېر ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ یوه وینا کې دا ګرمه څپه له اقلیمي بدلون سره تړلې وبلله.

په دا مهال د امریکا او کاناډا مشران خبرداری ور کوي، چې د دې ګرمۍ له امله د طبیعي اور لګېدو خطر ډېر شوی دی.