تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین پر بریتانیا او امریکا د 'پوځي پارونې' تور لګولی
وروسته تر هغه چې د بریتانیا سمندري بېړۍ 'اېچاېماېس ډیفېنډر' د کریمیا ټاپووزمې ساحل ته څېرمه تېره شوه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بریتانیا او د امریکا پوځ د روسیې په "پارولو" تورن کړي دي.
نوموړي ویلي، که څه هم اوس د دریمې نړیوالې جګړې پیلېدا خطر نشته، خو باوري دی چې دا اوکرایین کې یا ورڅېرمه د پوځي اډو جوړولو د هڅو یوه برخه ده.
پوتین داسې انګېري چې ګنې د امریکا څارګرې الوتکې هم د همدې ماموریت یوه برخه ده.
د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو د جون پر ۲۳مه رامنځ ته شوې پېښې په اړه د روسیې څرګندونې رد کړې دې.
د بي بي سي خبریال جنتن بېل چې هغه وخت په 'اېچاېماېس ډیفېنډر' بېړۍ کې و، ویلي: "روسي جنګي الوتکو پر بېړۍ د ډزو ګواښ کړی و".
د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، بېړۍ یې "یوازې د اوکرایین اړوند اوبو په قلمرو کې له نړیوال قانون سره سمه تېره شوې ده".
د بېړۍ له تېرېدو یوه ورځ وروسته په تور سمندر کې هالنډي سمندري ځواکونو وویل چې روسي جنګي الوتکو د دوی د اېچ اېن اېم اېل اېس ایورسن ته په مکرر ډول مزاحمت کړی.
تېره اونۍ د 'اېچاېماېس ډیفېنډر' بېړۍ له پېښې وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مسکو کې د بریتانیا سفیر احضار کړی و.
روسیې کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال ونیو، خو د نړیوالې ټولنې ډېری هېوادونه یې د اوکرایین برخه ګڼي.
پوتین څه وویل؟
کله چې پوتین پر تلوېزیون خپلو هېوادوالو ته کلنۍ وینا کوله، یوه پوښتتنه ترې وشوه چې ایا دا پېښه د دریمې نړیوالې جګړې ته د تحریکولو اشاره نه وه؟ پوتین وویل ''ان که 'اېچاېماېس ډیفېنډر' بېړۍ ډوبه شوې هم وای، داسې به پېښ نه شي".
نوموړي ویلي: "دوی پوهېږي چې په دې شخړه کې نه شي بریالي کېدای: ''موږ د خپلې ځمکې لپاره جنګېږو، څو میله به د دوی پولو ته د رسېدو لپاره سفر ونه کړو، دوی همدا کار وکړ".''