د چین ولسمشر: زموږ پوځي او اقتصادي پیاوړتیا 'شاتګ نه لري'
د چین ولسمشر شي جینپینګ د واکمن کمونېست ګوند جوړېدو د ۱۰۰ کلنۍ په مراسمو کې وویل، د هېواد پوځي او اقتصادي پیاوړتیا کې یې د "شاتګ" امکان نشته.
د نوموړي دې څرګندونو ته تیاننمن ډګر کې ګڼ خلک ورټول شوي وو. هغه ټینګار وکړ چې "چین پر نورو هېوادونو فشار نه راولي".
د چین ولسمشر خبرداری ورکړ که څوک پر چین د فشار اچولو هڅه کوي نو، "دا کسان خپل سرونه د پولادو له دېوال سره وهل غواړي".
د پنجشنبې په ګهیځ د چین په ګڼو سیمو کې د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت غونډې جوړې شوې، جنګي الوتکو نندارې وړاندې کړې او ملي سندرې غږول کېدې.
د چین ولسمشر څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شي جینپینګ په یو ساعته وینا کې یوځل بیا د چین په اوسمهالي یا معاصر تاریخ کې د خپل ګوند پر مثبت رول رڼا اچولو سره وویل، کمونیست ګوند د هېواد په وده کې مهم رول لوبولی او له ولس جلا کول به یې "ناکامي" وي.
هغه وویل: "کمونیزم په یوازې سر د چین د ژغورلو توان درلود او یوازې چینايي رنګه کمونېزم د چین د پرمختګ وړتیا لري".
نوموړي زیاته کړه: "هېڅکله به پر چین د نورو د فشار اجازه ورنه کړو یا دا چې غواړي چین ځان ته تابع کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د کمونېست ګوند دغه واکمن مشر دا هم وویل "هرڅوک چې د قیام جرأت وکړي، نو په اصل کې خپل سر د پولادو له دېوال سره وهل غواړي چې دا دېوال د چین ۱٫۴ میلیارد وګړي دي".
چین پر امریکا څو ځلې تور پورې کړی چې د چټک اقتصاد مخنیوي هڅه یې کوي.
کمونېست ګوند

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین کمونېست ګوند چې په ۱۹۲۱ کال کې جوړ شوی، تر اوږدو کورنیو جګړو وروسته له ۷۲ کلونو راهیسې په واک کې دی.
له هغه راهیسې په چین کې لوی بدلونونه راغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې کارپوهان وايي، چین د ګوند او دولت ترمنځ یووالی غواړي او ښکاري چې کمونېست ګوند په چین کې د چټکې اقتصادي ودې سرلاری ګڼي.
د ایکانومېسټ انټلجنس یونیټ ټام راورټي بي بي سي ته وویل: "ښکاره ده چې د سلیزې لمانځل د ګوند لپاره مهمه شېبه ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د کمونېست ګوند د ۱۰۰ کلیزې د مراسمو پرمهال هېڅ کوم مهم اعلان ونه شو، خو ښايي اعلان یې د ګوند خپلمنځي کنفرانس ته ساتلی وي.










