چین د کمونېست نظام اویایمه کلیزه لمانځي

د عکس سرچینه، AFP
چین کې نن سه شنبه د کمونېست نظام یا "د خلکو جمهوریت" د بنسټ اېښودنې اویایمه کلیزه په شاندارو مراسمو لمانځل کېږي. په دې مراسمو کې ګڼ چارواکي او بهرنیان ګډون کوي، او ولسمشر شي جېنپنګ ورته وینا هم وکړه.
اویا کاله وړاندې په چین کې کمونېستو ځواکونو خونړۍ کورنۍ جګړه وګټله، او د ۱۹۴۹ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ماو زېدونګ د خلکو جمهوریت جوړېدل اعلان کړل.
په تېرو اویا کلونو کې چین په چټکۍ سره پرمختګ کړی، خو لا هم د نړۍ یو تر ټولو تړلی او سخت نظام پکې واکمن دی.
د سه شنبې ورځې پر مراسمو په هانګ کانګ کې روانو لاریونونو سیوری وکړ، چې خونړۍ نښتې پکې وشوې. پولیس د لاریونوالو پر ضد اوښلن غاز وکاراوه او ګڼ کسان یې نیول.
د هانګ کانګ وګړي پر دې سیمه د بیجنګ د کنترول پر ضد لاریونونه کوي.
خو ولسمشر شي جېنپنګ نن پا تیانمین څلور لارې کې د پوځي مارش پر مهال وویل، هېڅ یو ځواک چین نشي لړزولی، او هېڅ ځواک د چین د خکو او ملت د پرمختګ مخه نشي نیولای.

د عکس سرچینه، AFP
د چین د دفاع وزارت په وینا، د سه شنبې ورځې په پوځي مراسمو کې ۱۵ زره سرتېرو، ۵۸۰ بېلابېلو پوځي وسایلو او ۱۶۰ پوځي الوتکو برخه واخیسته.
په دې مراسمو کې د چین وروستۍ پوځي تکنالوژي هم د نویو ټانکونو، چورلکو او مزایلو په بڼه نندارې ته وړاندې شوه. ورپسې کابو سل زره کسانو، چې بزګر، ډاکټران، ښوونکي او زدکوونکي پکې شامل وو، مارش وکړ.
دې مراسمو ته یوازې چارواکي، د کمونېست ګوند ځینې غړي او بهرني دیپلوماتان ور بلل شوي دي، خو میلیونونه نور کسان یې پر تلویزیون لیدلی شي.
خو رسنۍ د تل په څېر په کلکه څارل کېږي او پروګرامونه یې سانسور کېږي، او پر انټرنېټ هم د کمونېست ګوند پر ضد هر ډول مواد سملاسي لېرې کېږي.








