چین کې داسې هوايي ډګر چې په ۱۱ میلیارد ډالرو جوړ شو

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

چین د خپلې ۷۰ کلیزې له لمانځلو څو ورځې مخکې د خپل خورا لویي ستر هوايي ډګر ورونه پرانیستل، چې په یوولس میلیارد ډالرو یې جوړ کړی دی.

ډاکسینګ نړیوال هوايي ډګر په پلازمېنه بېجینګ کې جوړ شوی او د چارشنبې په ورځ د دغه هېواد ولسمشر شي جنپینګ پرانیست.

د چین دولتي ورځپاڼې وايي، دا هوايي ډګر اوه لکه متر مربع پراخ دی چې د فوټبال ۹۸ لوبغالو سره برابرېږي.

علي خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا هوايي ډګر په ۱۱ میلیارد ډالرو جوړ شوی دی.

د هوايي ډګر د شورا په خبره، بېجینګ هواي ډګر له اتلنتا وروسته د نړۍ دویم ډېر بوخت هوايي ډګر دی.

چارواکي وايي، نوی هوايي ډګر د دې لپاره جوړ شو چې د بېجینګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر باندې بوج کم شي.

ډګر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، داکسینګ هوايي ډګر په تېر جون کې.

ویل کېږي داکسینګ هوايي ډګر به په یوه ودانۍ کې د نړۍ تر ټولو لوی ترمینل وي او تمه ده چې تر ۲۰۲۵ کال به تر ۱۷۰ میلیون مساپر ومني.

د چین حکومتي اژانس ګلوبل ټایمز وايي، اټکل و چې د چارشنبې په ورځ اوه کورنۍ هوايي کرښې له دې هوايي ډګر خپلې الوتنې پیل کړي.

لومړۍ الوتنه هم ځايي وخت د مازیګر څلور بجې او ۲۳ دقیقې وه.

په نړیوالو هوايي کرښو کې د برتانیا ایروېز، کتي پیسپیک او فاینیر هم دې هوايي ډګر ته خپلې کرښې ور سمې کړې دي

هوایي ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ودانګر یا انجینر زها حدید د دې هواي يډګر نقشه جوړه کړې وه.

نوی هواي ډګر چې له تایننمن چوک سوېل ته په ۴۶ کلیومترۍ کې پروت دی او ودانګر یا انجینر زها حدید ډیزاین کړی دی.

د دې هوايي ډګر پرانیستې سره بېجینګ د نیویارک او لندن په څېر د هغو ښارونو ډله کې راغی چې دوه خورا لوی نړیوال هوايي ډګرونه لري.

بېجنګ پلازمېنه هوايي ډګر- چې پر ۱۹۵۸ کال پرانیستل شوی- له سل میلیونو ډېر مساپر یې کاروي.