چین کې اول ځل یو انسان 'د مرغانو په والګي' اخته شوی

چین کې چارواکي وايي، د دغه هېواد یو یو څلوېښت کلن وګړی د (H10N3 ) په نوم د مرغانو په ناویات یا نادر والګي اخته شوی دی.

دا د مرغانو په ناویات والګي د انسان د اخته کېدو لومړنۍ پېښه ده.

چارواکي په دې هکله څه نه وايي چې دا کس څنګه په دې والګي اخته شوی، خو فکر کېږي چې دا والګی له یو انسان بل انسان ته په اسانه نه ځي.

د جینګسو ولایت دا اوسېدونکی روغتون کې تر بسترېدو وروسته اوس رغېدلی او له روغتون وتلو ته جوړ دی.

چین کې د مرغانو والګي ډېر ډولونه شته او لرې نه ده چې له دوی سره سروکار لرونکي خلک دې پرې اخته نه شي.

خو د نوي ډول د نورو پېښو خبر لا نه دی ور کړل شوی.

د بېجینګ د ملي روغتیا کمېسون د سې شنبې په ورځ وویل، د زینجانګ ښار اوسېدونکی د اپرېل پر ۲۸ له تبې او نورو نښو وروسته په روغتون کې بستر شو.

خو نږدې میاشت وروسته روغتیايي کادرونو تشخیص کړه چې په (H10N3 ) والګي اخته شوی دی.

د ګلوبل ټایمز د رپوټ له مخې دا کمېسون زیاتوي، په نړۍ کې د دې والګي کومه بله انساني پېښه رپوټ شوې نه ده.

د دې کمېسون په خبره، دا والګی تر ډېره له مرغانو انسان ته ځي او په پراخه کچه د خپرېدلو خطر یې ډېر کم دی.