روسیه کې لومړی ځل انسان ته د چرګانو 'اېچ۵ اېن۸' وېروس لېږدېدلی

روسیې په لومړي ځل انسان ته د "اېچ۵ اېن۸" په نامه د چرګانو انفلونزا د لېږدېدو په اړه رپوت ورکړی دی.

چارواکو ویلي، د روسیې په سوېل کې د چرګانو د روزنې یوه مرکز اوه کارګر په دې وېروس اخته شوي دي.

دا وېروس په تېره ډیسمبر میاشت کې ددغه مرکز په چرګانو کې خپور شوی و.

په روسیه کې د مستهلکینو د سلامتیا د څارنې بنسټ سرپرسته انا پاپوووا وايي: "اوس ددغو اوو کسانو وضعیت ښه دی".

دا وايي، ددې وېروس د مخنیوي لپاره چټکي ګامونه اخیستل او کافي تدابیر نیول شوي دي.

اغلې پاپووا وايي، له یوه انسانه بل انسان ته ددغه وېروس د لېږدېدو په اړه هېڅ نښه نه ده لیدل شوې.

دا وايي، دا اوه پېښې یې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړې دي.

هغې د روسیې ویکټور لابراتوار کې د اخته کسانو له ازموینو څخه ددې وېروس د ژنتیکي اړخونو په اړه د یوې "مهمې علمي کشفونې" په اړه مننه کړې ده.

دې وویل: "په داسې حال کې چې اوس دا وېروس له یوه انسانه بل انسان ته د لېږدېدو توان نه لري، دا کشفونه موږ ته په حقیقت کې دا فرصت راکوي چې په اغېزناک ډول غبرګون وښیو او پر وخت یې مخنیوي ته لاس په کار شو".

دا وايي، روسي پوهانو اوس په انسانانو کې ددغه وېروس د نښو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

مخکې د چرګانو انفلونزا ان د ځینو انسانانو د مرګ لامل شوی، خو دا له چرګانو انسان ته د "اېچ۵ اېن۸" د لېږدېدو لومړنۍ پېښه ده.