کورونا وېروس؛ کابل کې د اکسېجن بیه څو برابره زیاته شوې

افغانستان کې د کورونا وېروس د دریمې څپې اوج ته نږدېتوب سره ځینې افغانان روغتونونو کې د خدمتونو او اکېسجن له کمښت شکایت کوي.

یو مدني فعال فهیم فرواک خپله فیسبوکپاڼه کې وايي، د کابل یوه خصوصي روغتون ترې وغوښتل چې ناروغ یې له دې روغتون وباسیي، ځکه نور یې ورته اکسېجن نه شو برابرولی.

ځینې ناروغان هم کابل ښار کې د اکسېجن د کمېدو او د بیې ډېرېدو شکایت کوي.

کابل کې څو اکسېجن پلورو(پلورونکو) بي بي سي ته وویل، د اکسېجن بیه له ۴۰۰ افغانیو تر ۱۶سوو افغانیو پورته شوې ده.

د کابل اوسېدونکې هانیه ملک- چې کورونا ټېسټ یې مثبت دی- افغان جاپان روغتون ته د تللو کیسه یې له بي بي سي سره شریکه کړه: "د پرلپسې ټوخي او سخت سردرد له امله افغان جاپان روغتون ته لاړم، روغتون له کووېډ-۱۹ ناروغانو ډک او د اکسېجن او بسترونو له کمښت سره مخ و. یوه ناروغوال غږ وکړ چې اکسېجن ډبه چېرته ده؟ روغتیاپال وویل له بده مرغه روغتون کې ډېر اکسېجن نشته. "

هغه وايي، روغتونونو کې ورځانه د کووېډ-۱۹ لسګونو ناروغانو د مړینې دلیل هم د اکسېجن کمښت دی.

روغتیا وزارت څه وايي؟

خو د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي بي بي سي ته وویل، روغتونو په تېره د کورونا درملنې اړوند روغتونونو کې پوره اکسېجن لري: "هره ورځ هلته اکسېجن رسول کېږي او ذخیره اکسېجن ډبې هم لرو. "

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کړي وه چې د اکسیجن په تولید کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره کړي.

په دا مهال روغتیا وزارت پرون وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې ۱۱ سوه کسانو د کوویډ -۱۹ په ناروغۍ د اخته کیدو او ۳۳ نورو د مړینې راپور ورکړل شوی.

بریتانیا کې اول ځل د ورځنیو مړینو شمېر صفر ته ټیټ شو

له بلې خوا بریتانیا کې لومړی ځل د کوویډ - ۱۹ هغو ناروغانو د مړینې کچه صفر اعلان شوې چې تېرو ۲۸ ورځو کې پرې اخته شوي دي.

بل لور ته د نویو ناروغانو شمېر ۳۱۶۵ تنه اعلان شوی، چې د تېرې اونۍ همدې ورځې ۲۴۹۳ ناروغانو پرتله یو څه زیاتوالي ښيي.

دغه لږ زیاتوالي د ناروغۍ هغې بڼې له قضیو سره اړوند بلل کېږي چې لومړی ځل په هند کې وپېژندل شوه.

د اونۍ په پای او لومړیو ورځو کې معمولاً بریتانیا کې د ناروغانو شمېر ې ځکه لږ ترلاسه کېږي، چې د شمېرو راټولونکي اونېزه رخصتۍ کوي.

له تازه شمېرو سره هممهاله ساینسپوهانو انګلستان کې د محدودیتونو نرمولو په هکله د درېیمې څپې خپرېدو له وېرې سره خبرداری ورکړی.

د یادونې ده چې په تېره جنورۍ میاشت کې اوج ته له رسېدو وروسته د کوویډ - ۱۹ له کبله د مړو شویو، نویو ناروغانو او له همدې کبله روغتونونو کې د بستري شویو کسانو شمېر په تدریجي ډول کم شوی دی.

په ورته مهال د دغه هېواد ډېرېدونکي شمېر خلکو ته د کورونا ضد واکسین لومړی او ځینو ته دویم خوراک هم ورکړل شوی دی.

هند: د نویو ناروغانو شمېر لږ شوی

بل لور ته هند کې روغتیا پالان وايي، دوی ډېر ژر د کورونا ضد بېلا بېلو واکسینو له ګډولو وروسته د دې د اغېز څېړنه پیلوي.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، کېدای شي دې تجربه کې هغه ټول واکسین یو ځای شي چې همدا اوس په دغه هېواد کې ترلاسه کېږي او یا په راتلونکي کې موندل کېدای شي.

د بي بي سي خبریال نیاز فاروقي په هند کې د واکسینو اړوند ملي تخنیکي مشورتي ډلې مشر ډاکتر این کي اروړا له قوله وايي چې کېدای شي څو (راتلونکو) اونیو کې په دې هکله څېړنه پیل شي.

هند کې اوسمهال د کورونا مخنیوي لپاره خلکو ته د کوویشلډ، کوویکسین او سپوتنیک واکسینونه ورکول کېږي.

د ډاکتر اروړا په وینا دې لړ کې ښايي اته ډوله واکسینونه وکارول شي او په څېړنه کې به په دې هکله غور وشي چې ایا کېدای شي بېلا بېل واکسینونه یو ځای ورکړل شي او دا چې لومړی او دویم خوراک باید د کوم واکسین ورکړل شي.

هند کې روغتیا پالان وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ - نولس ۱۲۷ زره ۵۱۰ ناروغان ثبت شوي چې دا له اپریل اتمې راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو کم شمېر دی.

پرون په دغه هېواد کې د له همدې امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۷۹۵ تنه بلل شوی.

د وېروس بڼو لپاره د نویو نومونو وړاندیز

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، د کورونا نویو بڼو یا ډولونو نومونه د یوناني الفبا له مخې ږدي، چې دې لړ کې د بحثونو پېچلتیا کمه شي او د جغرافیايي نومونو له کبله رامنځته شوې رسوايي له منځه لاړه شي.

د ختیځ انګلیا پوهنتون پروفیسر مارک پیلن د هغې ډلې غړی دی چې نوي نومونه یې وړاندیز کړي دي. نوموړی وايي، د وېروس نوې بڼه د سیمو یا هېوادونو نومونه ورکول 'لکه د هندۍ یا کېنټ بڼې ' په دې مانا دي چې ''نه یوازې دا چې سمه خبره نه کوو، ځکه دا ضرور نه ده چې وېروس له هماغې سیمې راغلی وي، بلکې دې سره بېلا بېل خلک رسوا کېږي. ''.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په دې هکله د بې پرې او رسنیز دوست نومونو اهمیت ځکه ډېر دی چې ورسره به له اړوند رسوایۍ وژغورل شو.