کورونا وېروس: په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له درې میلیونو واوښت

د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلومات ښيي، د هغو کسانو شمېر له درې میلیونه اوښتی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' مشر خبرداری ورکړی چې نړۍ ''د ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر ''ته رسېږي.

په هند کې د کوویډ - ۱۹ دویمې څپې له کبله یوازې د شنبې پر ورځ د نویو ناروغانو ۲۳۰ زره نومونه ثبت شوي دي. د وبا له پیله تر اوسه په نړۍ کې د ۱۴۰ میلیونو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس د جمعې پر ورځ خبرداری ورکړی چې ''د نویو ناروغانو او مړینې شمېر په اندېښمنونکي ډول زیاتېږي. ''

نوموړی زیاتوي: ''له تېرو دوو میاشتو راهیسې د یوې اونې په حساب د نویو ناروغانو شمېر دوه برابره شوی دی. ''

د جان هاپکنز پوهنتون شمېر ښيي چې هند، امریکا او برازیل تر ټولو ډېر ځپل شوي هېوادونه دي، چې د کوویډ - ۱۹ له کبله پکې د مړو شویو کسانو شمېر یو میلیون تنو ته رسېږي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې له همدې کبله هره ورځ د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۲۰۰۰ کسانو پورې رسېده. دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر هېوادونو کې ښايي رسمی شمېرې د مړو شویو کسانو رښتینی شمېر نه څرګندوي.

په داسې حال کې چې د نړۍ په لر او بر کې د کورونا مخنیوي واکسینو ۸۵۰ میلیونه خوراکه وېشل شوي دي، ډاکتر ټیډروس د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو چارواکو ته وویل: ''په مساوي توګه د واکسین وېش زموږ لپاره یوه ننګونه ده - او موږ پاتې راځو. ''

ځینې هېوادونو واکسین زېرمه کړي دي او د خپل نفوس لویې برخې ته یې ورکړي دي.

د بریتانیا او اسراییل په څېر هېوادونو کې چې ډېر نفوس ته یې واکسین رسېدلی د کوویډ-۱۹ نویو ناروغانو په شمېر کې څرګند کموالی لیدل شوی دی.

بل لور ته ګڼ شمېر هېوادونو د واکسین لومړۍ جوپې رسېدو ته انتظار کوي. له همدې کبله په نړیواله کچه د شتمنو او بې وزله هېوادونو تر منځ د واکسین 'مساوي وېش ' په هکله اندېښنې راپورته شوې دي.

له همدې کبله ملګري ملتونه په کوواکس نومي پروګرام کار کوي چې شتمن هېوادونه له بیوزله هېوادونو سره د واکسین وېش ته وهڅوي.

د کوواکس پروګرام له مخې د کال تر پایه پورې ټولې نړۍ ته د دوه میلیارده خوراکه واکسین رسولو پروګرام دی، په داسې حال کې چې د ځینې واکسینونو دوه خوراکه ورکول لازمي بلل کېږي.