د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو لېست اعلان شو

ایران ولسمشریزې ټاکنې

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، (شورای نګهبان) د ابراهیم رئیسي، محسن رضايي، محسن مهرعلیزاده، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، عبدالناصر همتي او امیرحسین قاضي زاده هاشمي صلاحیت تایید کړی دی.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته تر سمون وروسته د نوماندانو لېست اعلان شو، خو ویل کېږي اوسني ولسمشر حسن روحاني د ایران مذهبي مشر ته په یوه لیک کې "په اوسني لېست کې د بدلون غوښتنه کړې ده".

(شورای نګهبان) د نوماندانو په توګه د ابراهیم رئیسي، محسن رضايي، محسن مهرعلیزاده، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، عبدالناصر همتي او امیرحسین قاضي زاده هاشمي صلاحیت تایید کړی دی.

د ایران د پارلمان مخکني مشر علي لاریجاني،‌ د حسن روحاني لومړی مرستیال اسحق جهانګیري او د ایران مخکنی ولسمشر محمود احمدي نژاد د هغو کسانو په ډله کې دي چې صلاحیت یې رد شوی دی.

په ورته وخت کې، په ایران کې کورنیو رسنیو ویلي، ولسمشر حسن روحاني په یوه لیک کې د ایران له مذهبي مشر غوښتي چې په اعلان شوي لیست کې دې بدلون د شورای نګهبان له لوري راوستل شي.

په بل غبرګون کې د ایران د پارلمان پخواني مشر علي لاریجاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ستونزو د حل لپاره یې ټینګ هوډ درلود، خو اوس "چې د ټاکنو بهیر دا ډول ګډوډ شو"، د "خدای په خوښه راضي" دی.

ایران ولسمشریزې ټاکنې

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، ابراهیم رئیسي ځواکمن (اسلامي انقلابي ځواک) ته نژدې دي

وړاندې، د شورای نګهبان ویاند عباسعلي کدخدايي ویلي وو، تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ته اوه کسیز نوملړ استول شوی دی.

فارس خبري اژانس هم تر رسمي اعلان مخکې یو نوملړ خپور کړی و.

خو د ایران د کورنیو چارو د وزیر سلاکار روح الله جمعه اي په غبرګون کې ویلي وو "رسنیو ته د ولسمشرۍ د هغو نوماندانو د نومونو اعلانول،‌ چې صلاحیت یې تایید شوی دی، یوازې د کورنیو چارو وزارت دنده ده".

تېره شپه په کور د ننه ایراني رسنیو په شورای نګهبان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د صلاحیت ارزولو د بهیر پای ته رسېدو خبر ورکړی و.

د شورای نګهبان ویاند نن وویل: "شورای نګهبان تېره ورځ د ځینو داوطلبانو په اړه ابهامات لرل چې ددغو کسانو په ورغوښتلو مو د دوی څرګندونې واورېدې."

په ایران کې د ولسمشرۍ د دیارلسمې دورې او د ښار او کلیو د اسلامي شوراګانو د شپږمې دورې ټاکنې د روان ۱۴۰۰ کال د جوزا پر ۲۸مه ترسره کېږي.