ایا 'سخت دریځی' ابراهیم رئیسي به د ایران راتلونکی ولسمشر وي؟

د عکس سرچینه، FARS
- Author, بي بي سي
- دنده, مانیټورینګ
په ایران کې محافظه کار له هغه وروسته یو څه ډاډه دي، چې د عدلیې مشر ابراهیم رئیسي د جون ولسمشریزو ټاکنو لپاره کاندید شو. د ایراني محافظه کارو په ډله کې له سیاسي ځواکه برخمن رئیسي تر ټولو مشهور کاندید دی او داسې ښکاري چې نوموړی به د دې کسانو کافي ملاتړ ولري.
داسې فکر کېږي چې نوموړی به د ۸۲ کلن مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ځایناستی وي، چې دی یې ۲۰۱۹ کال کې د عدلیې مشر په توګه ګومارلی و.
د دولتي رسنیو تر څنګ هغو رسنیو کې هم د نوموړي لپاره ملاتړ لیدل کېږي چې ځواکمن (اسلامي انقلابي ځواک) ته نژدې دي.
که څه هم پر ایراني نظر پوښتنو باور نه کېږي، خو وروستۍ نظر پوښتنې نوموړی د نورو کاندیدانو پرتله مخکښ ښيي. نوموړي لومړی ځل د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې بخت ازمایلی.
خو ابراهیم رئیسي هغه مهال د اوسني ولسمشر حسن روحاني پر وړاندې ماتې خوړلې وه، ځکه ښاغلي روحاني د منځلارو او اصلاح غوښتونکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی و.
رئیسي په هغو ټاکنو کې د ۱۶ میلیونه رایو له ترلاسه کولو وروسته دویم ځای خپل کړی و، خو سیال یې نژدې ۲۴ میلیونه رایې ترلاسه کړې وې.
سږ کال حالت کې بدلون راغلی. هغوی چې روحاني ته رایې ورکړې له اصلاح غوښتونکو او منځلارو مایوس شوي دي. ډېر خلک د ایران اقصادي ستونزو له کبله حکومت پړ بولي.
د دغه هېواد ستونزې له هغه وروسته لا زیاتې شوې چې امریکا متحد ایالتونه د ۲۰۱۵ کال ایران اتومي پروګرام له هوکړې پر شا شوه.
د هغې هوکړې په هکله اوس د ایران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو تر منځ په ویانا کې خبرې روانې دي، خو که له جون میاشتې مخکې هم په دې هکله څه پرېکړه کېږي، د ټاکنو پر پایلو به یې اغېز ډېر جوت نه وي، ځکه ولس ته به د احتمالي هوکړې ګټه رسېدل وخت واخلي.

د عکس سرچینه، BBCM
تېرو ۲۵ کلونو کې د ایران پیچلي سیاسي چاپیریال کې ولسمشریزې ټاکنې د سیاسي چارو شنونکو لپاره د حیرانۍ لامل شوې دي.
تر اوسه دا هم مالومه نه ده چې د ټاکنو چارو څارونکې ډله (شورای نګهبان) به څومره کسانو ته په ټاکنو کې د کاندید په توګه د برخه اخیستو اجازه ورکړي. خو په ظاهره داسې ښکاري چې د روحاني حکومت اړوند اصلاح غوښتونکو پرتله به د رئیسي لپاره احتمال زیات وي.
په هر صورت، تر ولسمشرۍ پورې به د ښاغلي رئیسي لپاره لار اسانه نه وي او نوموړی به د راتلونکي کمپاین او مناظرو لړ کې د سیالو کاندیدانو له لوري له زیاتو ننګونو سره مخامخ شي.
د اقتصاد او ټولنیزو اصلاحاتو اړوند مهمو ژمنو په پوره کولو کې له ناکامۍ وروسته د ښاغلي روحاني پر هغو اصلاح غوښتونکو پلویانو نیوکې ډېرې شوې چې ۲۰۱۳ او د ۲۰۱۷ کلونو ټاکنو کې یې د نوموړي ملاتړ کړی و.
منځلاري او اصلاح غوښتونکي د اتومي پروګرام هوکړې مهم ملاتړي وو، چې د روحاني حکومت له مهمو لاسته راوړنو یوه ده.
خو له هغه وروسته چې د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې هوکړې په شا شو، او پر تهران یې بېرته بندیزونه سخت کړل، پر منځلارو او اصلاح غوښتونکو ایراني سیاستوالو فشارونه ډېر شول.
اصلاح غوښتونکي له ټاکنو مخکې پر رایې ورکوونکو اغېز کې هم پاتې راغلي.

د عکس سرچینه، AFP
دا د ۲۰۲۰ کال پارلماني ټاکنو کې هم ثابته شوه، چې د ۱۹۷۹ له انقلاب وروسته پکې د ګډون کچه د بل هر وخت پرتله ټیټه وه.
د اصلاح غوښتونکو ډله چې د هم فکره ګوندونو لپاره د یوه سیاسي چتر په معنا بلل کېږي، ښايي اسحاق جهانګیري د خپل کاندید په توګه وړاندې کړي چې لا مخکې یې نوملیکنه کړې.
جهانګیري یو مهال د حسن روحاني د ملاتړو منځ کې ډېر محبوبیت درلود، خو دا وروستیو کلونو کې یې محبوبیت ځکه بایلود چې د بې ګټې اقتصادي پرېکړو تور پرې ولګېد چې له کبله یې د ایراني پېسو ارزښت ټیټ شو او له همدې کبله داسې فکر کېږي چې په مناظرو کې به د نورو کاندیدانو لپاره پر ده اعتراض اسانه چاره وي.
ایا محافظه کاران یو موټی دي؟
له ټاکنو مخکې د محافظه کارو د یو ځای کولو په پار دوه مهم مرکزونه فعال وو چې یو یې د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو ایتلاف شورا (سي سي ایف ای ار) او بل هم (پي یو سي) په نامه چتر دی.
سي سي ایف ای ار خو د ۲۰۱۹ کال له دسمبر راهیسې فعال دی چې د مجلس مخکینی مشر او سیاستوال غلام علي حداد عادل یې مشري کوي.
پي یو سي بیا ۲۰۲۰ کال کې تاسیس شو چې د مبارزو روحانیونو انجمن یې مشري کوي او مشهورو محافظه کارو روحانیونو ډله ده.
مشهور محافظه کار مذهبي مشر ایت الله محمد علي موحدي کرماني د دې ډلې مشر دی او منوچهر متقي د دې ډلې ویاند دی چې د مخکیني ولسمشر محمود احمدي نژاد په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.
سي سي ایف ای ار ډلې د کاندید په توګه د رئیسي ملاتړ اعلان کړی او له محافظه کارو یې غوښتي چې د نوموړي ملاتړ وکړي. متقي د مې لومړیو کې ویلي وو چې رئیسي د دې ګروپ وروستی انتخاب دی.
داسې باور کېږي چې ډېری محافظه کار کاندیدان به د رئیسي په حق کې له سیالۍ لاس پر سر شي. خو دې سره هم رئیسي د نورو کاندیدانو له لوري له ننګونو سره مخ دی، چې د پارلمان مخکینی مشر علي لاریجاني هم پکې شامل دی.
نوموړی منځلاری محافظه کار بلل کېږي، او اصلاح غوښتونکو او منځلارو یو شمېر ډلو ته نژدې کس دی.
لاریجاني چې د ایران مذهبي مشر سلاکار دی، تکړه ویاند هم بلل کېږي او داسې احتمال شته چې د کمپاین اوږدو کې به د رئیسي پرتله مخکې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې نه ښکاري چې ټاکنې دې د ډېرو رایې ورکوونکو لپاره احساس پاروونکې وي او یا دې یو لوریزې پایلې ولري.
د دولتي رسنیو له نظر پوښتنو هم داسې ښکاري چې په ټاکنو کې به د رایو ورکوونکو شمېر خورا ډېر نه وي. بل لور ته د تېرو دریو لسیزو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون د محافظه کارو د بري لامل شوی.
په داسې حال کې چې اصلاح غوښتونکو په خپلو ټاکنیزو حوزو کې ملاتړ له لاسه ورکړی، هغه نظام پلوي رایې ورکوونکي چې په هر ډول حالت کې رایې ورکوي، اوس هم د محافظه کارو ملاتړ کوي.
دې سره ښايي د رئیسي لپاره نوره هم لار هواره شي چې د ځینو په اند د کم رنګه سیالۍ پایله کې د ایران اتم ولسمشر په توګه وټاکل شي.









