د ایران ولسمشرۍ ټاکنې؛ ابراهیم رئیسي او علي لاریجاني هم نوملیکنه وکړه

د عکس سرچینه، Khamenei.ir
د ایران د قضائیه قوې مشر ابراهیم رئیسي او د دغه هېواد د پارلمان پخواني ویاند علي لاریجاني د راتلونکې میاشتې ولسمریزو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د دې کسانو تر څنګ نژدې ۳۰۰ نورو کسانو هم د کاندیدانو په توګه نوملیکنه کړې.
دغه دواړه محافظه کار سیاستوال چې مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته له نژدې کسانو بلل کېږي، د اوسني ولسمشر حسن روحاني د ځایناستي سیالۍ لپاره مهم کاندیدان بلل کېږي.
منځلاری حسن روحاني د قانون له مخې د دریم ځل لپاره په ټاکنیزه سیالۍ کې د برخې اخیستو قانوني اجازه نه لري.
د ټولو نوماندانو اسناد به اوس د (شورای نګهبان) له لوري ارزول کېږي. د ۲۰۱۷ کال ټاکنو لپاره دې شورا د نژدې ۱۶۰۰ کاندیدانو له ډلې یوازې شپږ کسان تایید کړي وو.
اوسني ولسمشر حسن روحاني هغو ټاکنو کې ۵۷ سلنه رایې اخیستو سره ګټلې وې او ابراهیم رئیسي ۳۷ سلنه رایو سره دویم ځای ترلاسه کړی و.
له هغه راهیسې پر ایران د امریکايي بندیزونو له کبله د دغه هېواد اقتصادي حالت په هکله ناخوښي ډېره شوه. دا بندیزونه په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ نور هم سخت کړل.

د عکس سرچینه، EPA
د بشري حقونو فعالانو د ښاغلي رئیسي د مخینې په هکله اندېښنې څرګندې کړې، او په ځانګړې توګه د ۱۹۸۸ کال اوږدو کې د زرګونو سیاسي زندانیانو وژل کېدو په پېښو کې د هغه د رول یادونه کېږي.
ښاغلي رئیسي ویلي هغو پېښو د ایران هغه مهال مذهبي مشر ایت الله خمیني د یوې فتوا پر بنسټ توجیه لرله.
۶۳ کلن محافظه کار علي لاریجاني مخکې د ایران اتومي پروګرام پر سر د خبرو یو مرکچي و، چې اوس د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د سلاکار په توګه دنده لري.
نوموړی ادعا کوي چې نور کسان او په ځانګړي توګه پوځي یا عدلي مخینه لرونکي کاندیدان د اقتصاد ښه کولو وړتیا نه لري.
د جون ۱۸ ولسمشریزو ټاکنو په نورو کاندیدانو کې د ښاغلي روحاني لومړی مرستیال عشاق جهانګیري، د اتومي پروګرام یو بل مرکچي سعید جلیلي او محسن رضايي هم شامل دي.
د ایران (شورای نګهبان) به د مې پر ۲۷ مه د تایید شویو کاندیدانو نوملړ خپور کړي.









