تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نایجیریا د پوځ لوی درستیز ابراهیم اتاهیرو د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی
د نایجیریا د پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ابراهیم اتاهیرو د الوتکې د غورځېدو پېښه کې مړ شوی دی.
چارواکي وايي د نوموړي الوتکه د نایجیریا په شمال لویدیځ کادونا ایالت کې پرېوتې ده.
پوځي سرچینو ویلي دې پېښه کې د پوځ پر لوی درستیز سربېره لس نور پوځي چارواکي او د الوتکې عمله هم وژل شوې.
د نایجیریا ولسمشر محمدو بوهاري ویلي پر دې پېښې "د زړه له تله خواشینی" دی.
۵۴ کلن جنرال اتاهیرو تېره جنورۍ د نایجیریا پوځي مشرتابه کې د پراخو بدلونونو په لړ کې لوی درستیز وټاکل شو.
د نایجیریا حکومت پوځي برخه کې دا پراخ بدلونونه د دې لپاره راوستل چې دغه هېواد کې د توندلارو اسلامپالو خلاف له څه باندې یوې لسیزې روانه مبارزه په لا ښه او ګټوره توګه پر مخ ولاړه شي.
د نایجیریا هوايي ځواک ویلي د ښاغلي اتاهیرو لېږدونکې الوتکه داسې مهال پرېوته چې بده هوا کې یې د کادونا نړیوال هوايي ډګر کې د کیناستلو هڅه کوله.
د نایجریا ولسمشر پر خپل ټویټر لیکلي: "په داسې حال کې چې زموږ وسله وال ځواکونه هېواد ته د ور پېښو امنیتي ننګونو پای ته رسولو لپاره چمتو کېږي ... دا ستره ضربه ده."
شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د نایجیریا پلازمېنه ابوجا کې یوه پوځي الوتکه د کیناستو پر مهال ځغاستلیکې ته له رسېدو وړاندې لوېدلې وه او ۷ سپاره کسان پکې وژل شوي وو.