له اوربند وروسته اسرائیل او حماس دواړ د بریا ادعا کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعې پر ورځ ګهیځ وختي د اوربند له پلي کېدو وروسته اسرائیل او حماس وسله والو د بریا ادعاوې کړې.
د اسرائیل تر ولکې لاندې د ختیځ بیت المقدس په الاقصي جومات کې تاوتریخوالی د دې اوربند پر وړاندې لومړۍ ننګونه وه.
د امریکا متحدو ایالتونو، چین، اروپايي ټولنې او بریتانیا په ګډون د نړیوالې ټولنې یو شمېر هېوادونو له لوري د اسرائیل او فلسطیني وسله والو تر منځ د اوربند هرکلی شوی دی.
نړیوالو مشرانو له دواړو لوریو غوښتي چې د اوربند ثبات لپاره خبرې وکړي او له تاو تریخوالي ډډه وکړي.
بل لور ته د اسرائیل دفاع وزیر بینې ګانتز وايي، پر غزه د اسراییل هوايي بریدونو کمپاین د هغه پلانونو برخه و، چې ''له کلونو او میاشتو راهیسې چمتو شوي '' او په وینا یې د بریدونو سختۍ حماس وسله وال حیران کړل.
نوموړی وايي، ټول عملیاتي هدفونه ترلاسه شوي دي.
د ښاغلي ګانتز په وینا، ''پوځي فعالیت پای ته رسېدلی او اوس د سیاسي فعالیتونو وخت رسېدلی دی. ''
هغه زیاته کړه، اوس اړتیا ده چې د اسرائیل او غزه تر منځ پر پوله د اوږده مهال لپاره چوپتیا واوسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA
د شین بیټ په نامه د اسرائیل امنیتي خدمتونو ادارې مشر ناداو ارګامان وايي، غزه عملیات ''د نورو په څېر نه و '' بلکې په وینا یې دا کېدای شي ''واقعیت بدلوونکي ثابت شي. ''
یروشلم پوسټ د نوموړي له قوله لیکلي:
''د لوبې اصول بدل شوي دي. له دې عملیاتو مخکې حماس هغسې نه دی چې یوه ورځ وروسته شو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د حماس سیاسي څانګې یو مشر اسماعیل هنیه له اسراییل سره اوسني تاو تریخوالي ''له دښمن سره د کړکېچ په تاریخ کې یو لوی ګام و. '' نوموړی وايي، دغې جګړې ''د خبرو تصور ته ماتې ورکړه '' ښاغلي هنیه دغه راز د ''ازادۍ لپاره مقاومت غوره ستراتیژیک انتخاب '' وباله.
ښاغلي هنیه زیاته کړه:
''موږ به د دې تحریک په توګه او د تحریک مشرتابه په توګه، د ملت او د نړۍ له ښو خلکو سره په شریکه غزه بیا ورغوو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د اوربند له عملي کېدو وروسته اسرائیل او حماس دواړو لوریو کړکېچ ته د خپلې بریا نوم ورکړی او د ځان لپاره یې د سیاسي او پوځي بریالیتوبونو ادعا کړې ده.
د دغه ۱۱ ورځني کړکېچ بهیر کې د هوايي بمباریو او توغندیزو بریدونو پایله کې تر ۲۵۰ پورې کسان ووژل شول.
حماس وايي، دوی پر ختیځ بیت المقدس د اسراییل ولکې پای ته رسېدو تضمین ترلاسه کړی، چې له کبله یې اوسنی کړکېچ پیل شوی و.
خو اسراییل دغه څرګندونې ردوي او ادعا کوي چې د حماس ډلې پوځي زور یې مات کړی دی.
اوسنې اوربند د مصر په منځګړیتوب رامنځته شو، چې د اوربند څارنې لپاره به سیمې ته پلاوي واستوي.










