رپوټ:‌ چین په جبري توګه په اویغور مسلمانانو شمسیانې تولیدوي

د بریتانیا د یوه پوهنتون رپوټ په ډاګه کړې ده چې د شمسیانو (لمریزو برېښنايي تختو) جوړولو د نړیوال تولید کې چین په سینکیانګ ایالت کې مسلمان اویغور لږکي جبري کارونو ته اړایستلي دي.

د بریتانیا شیفیلډ پوهنتون د رپوټ له مخې، په یاد ایالت کې له پولیسیلیکون مادې څخه د لمریزې برېښنا د تختو جوړولو نژدې ۴۵ سلنه نړیوال تولید روان دی.

پولیسیلیکون له خام کوارټز مادې جوړېږي.

په رپوټ کې راغلي، له اویغوري کاریګرو څخه د دغو شمسیانو په تولید کې له ستم کار اخیستل کېږي، خو چینايي چارواکي بیا دا ردوي.

د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د شمسیانو تقاضا په ډېرېدو ده.

رپوټ زیاتوي، د چین حکومت وايي، په سینکیانګ ایالت کې د کاریګرو دا پروګرام "د دوی د قوانینو مطابق دی او کاریګر پخپله خوښه هلته د بې وزلۍ د ختمولو لپاره کار ته دوام ورکوي".

خو رپوټ وايي "پر دې سربېره د حکومت له لوري د اویغوري وګړو د جبري کار چاره روانه ده".

د نړۍ له لر و بره پر چین له دې کبله نیوکې په ډېرېدو دي چې د سینکیانګ له لږکيو مسلمانانو سره زور زیاتی کوي.‌

د بشر حقونو نړیوالې ډلې وايي، چین په تېرو څو کلونو کې ددغه ایالت تر یو میلیون ډېر وګړي د استوګنې په جبري کمپونو کې اچولي، خو چین دا د زدکړې او عادي ژوند ته د ستنولو کمپونه" بولي.

له اویغور وګړو د اجباري کار ډېر ثبوتونه شته چې ان ډېر کله د دوی ښځې شنډېږي او اولاد نه شي زیږولی.

امریکا یو له هغو هېوادونو دی چې وايي چین له اویغوریانو سره بشر ضد جرمونه کوي.

خو چین دا تورونه ردوي او وايي چې په سینکیانګ ایالت کې د وسله والو اسلامي حرکتونو او بېلتونپالو پرضد جنګېږي.