مکسیکو سیټي کې له پل د اورګاډي غورځېدو سره ۲۳ کسان ووژل شول
د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د اورګاډي تېرېدو پر مهال پل غورځېدلی چې ور سره ۲۳ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي.
د ښاري چارواکو په خبره، د اورګاډي څو ډبې هغه مهال له پل وغورځېدلې او یوه ډبه هم غبرګه شوه چې د پل یوه مټه یا ستن ونړېده.
اورګاډی یوه بوخته سیمه کې له پل غورځېدلی او له امله یې پر سړک یو ګاډی هم زیانمن شوی دی.
د مکسیکوسیټي ښاروالې کلیوډیا شینبوم د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته وویل، دې پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د بېړنیو خدمتونو اداره وايي، نږدې ۷۰ کسان هم دې پېښه کې ټپي شوي دي.
خو اټکل دی چې لا هم ځینې کسان تر کنډوالو لاندې دي او دې سره وېره شته چې د وژل شویو شمېر زیات شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
ژغورونکي او اوروژونکي لا هم د پاتې کسانو په موندلو بوخت دي.
ځینې لارونو د دې اورګاډي د غورځېدو د شیبې ویډیووې کړې دي.
د مکسیکو سیټي مېترو یا اورګاډي سیستم نړۍ کې یو تر ټولو ډېر کارېدونکی سیستم دی او اونۍ کې تر لسګونو میلیونو او کال کې نږدې یو اعشاریه شپږ میلیارد مساپر لېږدوي.
تراوسه د دې سسستم زړو کرښو کې داسې پېښه نه ده شوې چې تېرو ۳۵ کلونو کې یې دوه لویې زلزلې هم لیدلې دي، خو دا پېښېه پر ۱۲ کرښه شوې چې د ۲۰۱۲ کال اکټوبر کې بشپړه شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
پر ۲۰۱۷ کال له مرګونې زلزلې وروسته ځايي خلکو دغه پل کې د درز خبره وکړه او د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې چارواکو بیا دا درز ورغاوه.
دې پېښې سره به پر اوسني ښاروال سربېره پخوانیو ښاروالان هم د دې کرښې د جوړولو په تړاو له سختو پوښتنو سره مخ شي.









