کورونا وېروس؛ برازیل کې مړي له ۴ لکو واوښتل؛ هند کې د مثبتو پېښو نوی ریکارډ

د سوېلي امریکا له برازیل رپوټونه وايي، دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړو شمېر تر څلورو لکو پورته شو

برازیل د هغو هېوادونو نوملړ کې دی چې د یوې مودې لپاره د وېروس په کور بدل شوی او تر امریکا متحده ایالتونو وروسته پکې ډېر کسان له کووېډ-۱۹ مړه شوي دي.

تېرو څلرویشتو ګړیو کې برازیل کې له کورونا درې زره یو کس مړه شوي او د دې میاشتې لومړیو کې د اشمېر له څلور زرو هم پورته و.

که څه هم برازیل کې د دوو اونیو راهیسې له کورونا مړینه ډېره ده، خو لږ کمی هم پکې راغلی دی.

برازیل کې د مارچ او اپرېل ترمنځ ۳۷ ورځو کې له کورونا د یو لک مړینو ریکارډ سره دا میاشتې تر ټولو بدې وې.

په دا مهال برازیل کې پارلمان د کورونا وبا سره مقابله کې د حکومت د چلن په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

د برازیل ولسمشر جار بولسینارو د ماسک نه اغوستلو او ټولبنیدز خلاف خبرو او د کورونا درملنې لپاره له ناتایید شویو درملو د دفاع له امله له نیوکو سره مخ دی او ملاتړ یې کمېږي.

برازیل کې تر دې دمه له څوارلس نیم میلیونو ډېر کسان کورونا شوي دي.

هند کې د مثبتو پېښو نوی ریکارډ

هند هم د کورونا له پلوه نړۍ کې ډېر ځپلی هېواد دی او له تېرو ۲۴ ګړیو راهیسې دغه هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ له درې نیم زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

په دغه هېواد کې په ورته مهال درې لکه ۸۶ زره ۶۵۴ کسان په کورونا اخته شوي دي.

دا په ورځ کې په کورونا د ډېرو کسانو د اخته کېدو نوی ریکارډ دی.

تېرو څو ورځو کې هند کې په کورنا د اخته کسانو د شمېر ډېروالی نوی ریکارډ جوړوي او هره راتلونکې ورځ دا شمېر ډېرېږي.

هند د اپرېل پر ۲۸ تر امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد شو چې پر کوویډ-۱۹ د مړو شویو کسانو شمېر پکې له ۲ لکو اوړي.

نړۍ کې له کورونا مړینه

د جان هاپکنز پوهنتون شمېر وايي، نړۍ کې نږدې ۱۵۰ میلیونه کسان په کورونا اخته شوي او تر درې میلیونو او یو لک ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

امریکا کې له بل هر هېواد ډېر کسان په کورونا اخته شوي چې شمېر یې تر ۳۲ میلیونو ډېر دی او له دې وبا تر ټولو ډېر کسان هم امریکا کې مړه شوي چې شمېر یې پنځه لکه ۷۴ زرو هم پورته دی.