هند کې د کورونا ناورین؛ روسیې ورسره بېړنۍ مرسته اعلان کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته ویلي، روسیه به له کورونا وبا سره د مبارزې لړ کې له هند ته بېړنۍ مرسته وکړي.
ښاغلي پوتین دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هند کې د کورونا وېروس دوېیمه څپه لا هم په وېروونکي ډول د خپرېدو په حال کې ده.
تېر څلېروشت ساعته دغه هېواد کې د کورونا ۳ لکه ۶۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت او ۳ زره ۲۹۳ کسان له کوویډ-۱۹ ناورغۍ مړه شوي دي.
له کریملنه په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:
''ولادیمر پوتین د کورونا وبا سره د مبارزې لړ کې له نریندرا مودي سره خبرو کې خواخوږي څرګنده کړې. ''
په اعلامیه کې زیاته شوې: ''دې مرستو کې به د اکسیجن تولید ۲۰ تجهیزات، د مصنوعي تنفس ۷۵ الات، ۱۵۰ طبي څارونکي الات او دغه راز د درملو ۲۰۰ زره کڅوړې شاملې وي. ''
بل لور ته د هند نیو انډین اکسپریس ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د روسیې سپوتنیک - ۵ ډوله کورونا ضد واکسین لومړۍ جوپه به د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه هند ته ورسېږي. ''
له تازه شمېرو سره هند کې تر دې دمه په کورونا د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر نږدې ۱۸ میلیونو ته رسېدلی او د مړو شمېر بیا په ۲۰۰ زرو اوښتی دی.
هند تر امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد شو چې پر کوویډ-۱۹ د مړو شویو کسانو شمېر پکې له ۲ لکو اوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه هېواد کې همدا راز تېرو اوو ورځو کې د نړۍ تر بل هر هېواد ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
څېړونکي دا هم وايي چې هند کې د کورونا د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر اعلان شویو ارقامو ډېر لوړ وي.
د هند روغتونونه د کورونا د لوړېدونکو شمېرو تر فشار لاندې په ګونډو دي او ناروغان د اکسیجن د کمښت او د بستر د نشتوالي له کبله ژوند له لاسه ورکوي.
دا هېواد که څه هم پخپله د کورونا واکسین تولیدوي، خو تر اوسه یې د خپلو ټولو وګړو یوازې یو اعشاریه ۶ سلنې ته دواړه ډوزه واکسین لګولی دی.
دغه هېواد کې سر له نن (چهارشنبې د اپریل ۲۸مې) تر ۱۸ کلونو ټول پورته خلک د واکسین لپاره نوم لیکلی شي.
پاکستان کې وضعیت څه ډول دی؟

د عکس سرچینه، EPA
په ورته وخت پاکستان کې هم د کورونا نوې پېښې او د کوویډ-۱۹ له کبله د مړینو شمېر په چټکۍ سره لوړېږي.
د دغه هېواد رسمي سرچینو د تېرو څلېروشت ساعتونو پر مهال د کورونا له کبله د ۲۰۱ کسانو مړینه اعلان کړې چې دا د دې وبا له پیل راهیسې پاکستان کې تر ټولو لوړه ورځنۍ مړینه ده.
د کورونا درېیمه څپه کې پنجاب او خیبرپښتونخوا تر ټولو ډېر اغیزمن شوي دي.
پاکستاني چارواکي دغه هېواد کې د خلکو لخوا د کورونا د احتیاطي لارښونو نه عملي کېدل، د ماسک نه کارېده او د ټولنیز واټن نه مراعتېدل د پېښو د ډېریدو عوامل ګني.
دوی اوس پرېکړه کړې چې د را روانې می میاشتې له دوېیمې یا درېیمې د دغه هېواد ګڼو سترو ښارونو کې د دوو اوونیو لپاره بشپر محدودیتونه نافذ کړي.
چارواکو ویلي پلازمېنه اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور، فیصل اباد، ملتان، پېښور، مردان، چارسده، سوات، صوابۍ او ګڼ نور په دغو ښارونو کې شامل دي.
پاکستان کې د دې ترڅنګ د واکسیناسیون لړۍ هم په چټکۍ روانه ده او دغه هېواد تېره ورځ په لومړي ځل په یوه ورځ کې تر سل زور ډېرو کسانو ته د کورونا ضد واکسین لګولی دی.
پاکستان کې اوس بحث پر دې دی چې څنګه د هند له تجربو زدکړه او د پېښو د بې ساري احتمالي ډېریدو پر مهال د اکسیجن د کمښت مخنیوی او ناروغانو ته رسیدګي وشي.










