کورونا وېروس: هند کې د 'لویې پېښې' وېره؛ پاکستان کې له پوځیانو د مرستې غوښتنه

कोरोना

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند پلازمېنې ډیلي اعلی وزیر اروند کيجریوال له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د کورونا وېروس له کبله پر رامنځته شوي حالت د غور لپاره غونډه کړې.

ښاغلي کیجریوال پلازمېنه کې د کوويډ - ۱۹ ناروغانو لپاره د اکسیجن لږوالي له کبله د 'لویې پېښې ' رامنځته کېدو وېره څرګنده کړې ده.

د پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې د اعلی وزیر له قوله ویل شوي چې نوموړي له لومړي وزیره د ملي پالیسۍ چمتو کولو غوښتنه کړې.

کیجریوال/ مودي

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي کجیریوال ویلي: ''د اکسیجن لږوالي موضوع خلک سخت غوسه کړي دي. ''

د جمعې پر ورځ هندي روغتیايي مسوولینو وویل، د کوویډ-۱۹ درې سوه ۳۲ زره نویو ناروغانو نومونه یې ثبت کړي دي.

په همدومره وخت کې ۲۲۶۳ هندیان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

د هېواد په روغتونونو کې سختو ناروغانو د مصنوعي تنفس لپاره د اکسیجن سخت کمی لیدل شوی او یو شمېر هېوادونو هند ته پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د مرستو وړاندیزونه

ماکرون/ مودي

د عکس سرچینه، Reuters

بل لور ته پر درېیمه ورځ هم په هند کې له درې سوه زره د ډېرو نویو ناروغانو له ثبت کېدو وروسته یو شمېر نړیوالو مشرانو له دغه هېواد سره خواخوږي څرګنده کړې او د مرستو وړاندیزونه یې کړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''دغه وېروس هېڅوک نه دي پرې ایښي، فرانسه یې د مخنیوي په مبارزه کې له تاسو سره ده، موږ د مرستو لپاره چمتو یو. ''

بل لور ته د ټایمز اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، چین هم په هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ډېرېدو او د اکسیجن لږوالي له کبله رامنځته شوي وضعیت کې د مرستې لپاره چمتوالی ښوولی.

د هند عامې روغتیا فدرالي وزارت تېره اونۍ وویل، له بهره د اکسیجن پر واردولو غور کوي.

خو په رپوټونو کې ویل شوي، چین د هغو هېوادونو په لیست کې شامل نه دی، چې هند غواړي اکسیجن ترې وارد کړي.

د احتیاطي تدبیرونو عملي کولو لپاره له پوځیانو د مرستې غوښتنه

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، د خپل هېواد له پوځیانو یې غوښي چې له امنیتي ادارو سره د کورونا وېروس مخنیوي احتیاطي اقداماتو عملي کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي خان د قوماندې ملي عملیاتي مرکز (این سي او سي) په غونډه کې له ګډون وروسته وویل، له پوځ نه یې غوښتي چې د احتیاطي تدبیرونو عملي کولو لپاره لارو، کوڅو ته راووځي.

ښاغلي خان خپلو هېوادوالو ته خبرداری ورکړ چې که پر احتیاطي تدبیرونو عمل و نه کړي، په وینا یې د دوو اونیو په موده کې به د هند په څېر حالت رامنځته شي، چې د ښاغلي خان په خبره ''روغتون ته له رسېدو مخکې ناروغان مړه کېږي. ''

په ورته غونډه کې له ګډون وروسته د پاکستان پلان وزیر اسد عمر وویل، د وبا خپرېدو کې د چټکتیا له کبله به د پاکستان بازارونو دکانونه تر ماښام شپږو بجو وروسته تړل کېږي او یوازې د اړتیا وړ توکو دکانونو به له ټاکلي وخته وروسته پرانیستي پاتې وي.

ښاغلي عمر له پاکستانیانو وغوښتل چې د اختر لپاره باید د ورځې اوږدو کې خریداري وکړي.

د نوموړي په وینا د روژې وروستیو لسو وروځو ته باید انتظار و نه شي، ځکه که وضعیت ناسم وي، ښايي قرنطین پلی شي.