پاکستان حکومت پر مذهبي ګوند تحریک لبیک د بندیز لګولو اعلان وکړ

پاکستان حکومت په دغه هېواد کې پر مذهبي ګوند تحریک لبیک د بندیز لګولو پرېکړه کړې. د یاد ګوند فعالانو پر دوشنبه د خپل مشر سعد رضوي له نیول کېدو وروسته د روانې اونۍ اوږدو کې تاوتریخجنې مظاهرې وکړې.

د یاد ګوند فعالانو د پاکستان په لر او بر کې پرلتونه، احتجاجي غونډې او لاریونونه وکړل، چې پایله کې یې د چارواکو په وینا نژدې درې سوه کسان ټپیان شول او د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

د چهارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل، د ترهګرۍ ضد قانون له مخې پر تحریک لبیک پاکستان د بندیز لګولو پرېکړه شوې او دې لړ کې به مسوده پاکستان پارلمان ته واستول شي.

د تحریک لبیک نیول شوي مشر مخکې اعلان کړی چې که پاکستان حکومت د روانې اپریل میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې د فرانسې سفیر له هېواده و نه شړي، ګوندي ملګري به یې د لانګ مارچ په نامه د پلازمېنې اسلام اباد پر لونګ یو ستر لاریون وکړي.

د تحریک لبیک او پاکستان حکومت تر منځ د تېر کال وروستیو کې له پراخو مظاهرو وروسته یوه هوکړه هم شوې وه، چې له مخې یې باید د پاکستان پارلمان کې پر دې موضوع بحث وشي.

اوس د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، حکومت هغې هوکړې ته ژمن دی، خو په وینا یې

''د دوی پخلا کولو لپاره زموږ هڅې ناکامې شوې، دوی غوښتل فیض اباد (پلازمېنې ته څېرمه سیمه) راشي، خو موږ غوښتل پارلمان ته مشترکه طرح وړاندې کړو، خو دوی غوښتل په هر صورت فیض اباد ته ځان ورسوي، دوی داسې مسوده غوښته چې باید ټول اروپایان له دې ځایه ستانه شي. ''

د طالبانو ملاتړ

د پاکستان حکومت له لوري پر تحریک لبیک د بندیز لګولو له اعلانه مخکې د پاکستاني طالبانو له لوري په یوه اعلامیه کې د دې ګوند ملاتړ اعلان شوی دی.

په اعلامیه کې له دې کبله د تحریک لبیک فعالانو ستاینه شوې چې د اعلامیې په ټکیو د امنیتي ځواکونو کسان په نښه کوي او دغه راز د تحریک لبیک مشرانو ته مشوره ورکړل شوې، چې د حکومت او د امنیتي ادارو پر خبرو باید باور و نه کړي، بلکې وسله وال فعالیت باید پیل کړي.

بل لور ته د چهارشنبې پر ورځ ځايي چارواکو وویل، د مظاهرو او لاریونونو زور کم شوی او په بېلا بېلو سیمو کې تړل شوې لارې پرانیستل شوې دي.

په ورته مهال د پلازمېنې اسلام اباد، لاهور، کراچې او د پاکستان ځینې نورو ښارونو کې د تحریک لبیک مشر سعد رضوي په ګډون سلګونو فعالانو خلاف پولیس رپوټونه ثبت شوي او ګڼ شمېر یې نیول شوي دي.

تحریک لبیک ولې احتاج کوي؟

تحریک لبیک پاکستان د تېر کال نومبر کې له اوږدو احتجاجونو وروسته له پاکستان حکومت سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د پارلمان له منظورۍ وروسته حکومت دوو یا دریو میاشتو کې د فرانسې سفیر له دې هېواده شاړه.

د هغې هوکړې له نه عملي کېدو وروسته یاد ګوند د سږ کال فبرورۍ کې له حکومت سره یوه بله هوکړه وکړه، چې له مخې یې د فرانسې سفیر شړلو لپاره حکومت ته د اپریل میاشتې تر ۲۰ پورې وخت ورکړل شو.

دا وروستیو کې د کورونا وبا سر بېره یاد ګوند اعلان وکړ چې که له اپریل ۲۰ مخکې د فرانسې سفیر له هېواده و نه شړل شي، دوی به د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ یا ستر لاریون وکړي.

د سعد رضوي نیول کېدل

پولیسو په ظاهره د نوموړي نیول کېدو په هکله څه نه دي ویلي، خو د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د نوموړي ګوند د اپریل پر ۲۰ مه نېټه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د 'ناموس رسالت مارش ' په نامه د لاریون پرېکړه کړې وه او احتمالاً له همدې کبله نیول شوی دی.

د دې لاریون لامل دا بلل کېږي چې حکومت ولې تر اوسه د فرانسې سفیر له هېواده نه دی شړلی.

پرون ښاغلی رضوي داسې مهال ونیول شو، چې په یوه جنازه کې د ګډون لپاره پر لار و او د نوموړي له نیول کېدو سملاسي وروسته د هغه ګوندي ملګرو په اسلام اباد، لاهور، کراچې، راولپنډۍ او ځینې نورو ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه پیل کړل.

مظاهرینو سړکونه وتړل او ترافیکي نظام یې ګډوډ کړ.

سعد رضوي څوک دی؟

تېر کال د خادم رضوي له مړینې وروسته د تحریک لبیک تحریک مشرتابه شورا د هغه زوی سعد رضوي د تحریک مشر وټاکه.

هغه مهال سعد رضوي د خپل پلار جنازې مراسمو کې اعلان وکړ، چې د پلار پر پله به روان وي او د تحریک چارې به پر مخ بیايي.

سعد رضوي اوس په لاهور کې د خپل پلار په ابوذر غفاري مدرسه کې د نظامي درس طالب دی چې په پاکستاني مدرسو کې د ماسټرۍ کچې زدکړو حیثیت لري.