د پاکستان مذهبي‌ ډلې "تحریک لبیک" مشر خادم حسین رضوي مړ شو

په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ډلې "تحریک لبیک" موسس او مشر خادم حسین رضوي د ۵۴ کالو په عمر مړ شوی دی.

د تحریک لبیک یوه ویاند قاري زبیر بي بي سي ته وویل، د نوموړي د مړینې لامل سملاسي معلوم نه دی، خو په وینا یې ښاغلی رضوي له تېرو څو ورځو راهیسې ناروغ و.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې د خادم حسین رضوي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې.

بل لور ته د لاهور ښار شیخ زاید روغتون ډاکتر اکبر حسین بي بي سي ته وویل، خادم حسین رضوي داسې حال کې ماخوستن پر ۸ بجې او ۴۸ دقیقو روغتون ته راوړل شو، چې ساه یې ورکړې وه.

نوموړی ډاکتر وايي، له دې مخکې په یاد روغتون کې د خادم حسین درملنه نه ده شوې.

د ډاکتر اکبر حسین په خبره، نوموړی روغتون کې نه دی مړ شوی او له همدې کبله روغتیا پالان نه شي کولای د هغه د مړینې لامل معلوم کړي.

خادم حسین رضوي دې وروستیو کې فرانسه کې د اسلام د پیغمبر (ص) کارتونو خپرېدو پر ضد احتجاجي پرلت کړی و او له پاکستان حکومت سره یې له یوې هوکړې وروسته پرلت پای ته ورساوه.

د خادم حسین رضوي په مشرۍ کې د تحریک لبیک مذهبي‌ ډلې په تېرو کلونو کې هم څو ځله پاکستان کې د وخت حکومتونو یا هم د نورو موضوعاتو په اړه اعتراضونه او پرلتونه کړي وو.‌

همدا څو ورځې وړاندې هم د نوموړي‌ په مشرۍ ګڼو د دیني‌ ګوندونو پرلت او اعتراضونه روان وو.‌ دې ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې د فرانسې سفیر باید وشړي.‌

وروسته د حکومتي چارواکو او د پرلت د مشرانو ترمنځ له مذاکراتو وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې دا اعتراضونه پای ته ورسېدل. ناتائید شوي‌ رپوټونه وایي، د پاکستان حکومت منلې ده چې د فرانسي توکو سره به پرېکون کوي او د فرانسې سفیر به هم له هېواده وباسي.

خو رسمي سرچینو دا رپوټونه نه دي تائید کړي او نه هم اسلام اباد کې د فرانسې سفارت په دې اړه څه ویلي.‌

خادم حسین رضوي څوک و؟

تر څو کاله مخکې پورې خادم حسین رضوي مشهور نه و، خو د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې نوموړي د یوه لاریون په مشرتابه د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو تر منځ فیض اباد سیمه کې پرلت وکړ.

هغه وخت د لاهور یوه جومات ۵۲ کلن خادم حسین د پاکستان رسالت سپکاوي قانون کې د ترمیم پر ضد احتجاج پیل کړی و، چې په ظاهره په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی و.

هغه مهال د بریلوي مسلک منونکی خادم حسین رضوي په عام محضر کې د پنجاب ایالت پخواني ګورنر یا والي سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري په پلویتوب څرګندونو له کبله د پنجاب اوقافو ادارې له دندې لېرې کړی و.

له هغه وروسته خادم حسین رضوي، چې د معلولیت له کبله پر ګرځنده څوکۍ ناست و، خپل تحریک ته یې سیاسي بڼه ورکړه، په ټاکنو کې یې هم برخه واخیسته د لاریونونو او خواله رسنیو له لارې یې ګڼ پلویان وموندل.

د تحریک لبیک یوه ویاند اعجاز شاه په خبره خادم حسین رضوي په اټک سیمه کې زېږېدلی، حافظ قران، شیخ الحدیث و او فارسي ژبه یې هم زده وه.

نوموړی د په نکه توت سیمه کې د ۱۹۶۶ کال د جون میاشتې پر ۲۲ نېټه د حاجي لعل خان کره زېږېدلی و. نوموړی په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته د ګرځنده څوکۍ په مرسته ګرځېده.