تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد ته نږدې د لاریونوالو او پولیسو اخ و ډب؛ د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه
د پاکستان پلازمینه اسلام آباد او ورڅېرمه راولپنډۍ ښار ترمنځ پراته فیض اباد چوک کې د دیني ګوندونو معترضو پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب پېښې نن دویمه ورځ هم روانې دي.
دغه اعتراضونه فرانسه کې په دې وروستیو کې د اسلام پیغمر (ص) ته د شوي سپکاوي پر ضد پیل شوي دي، او ګډونوال یې د پاکستان له حکومته غواړي چې د فرانسې سفیر وشړي.
پارېدلو لاریونوالو د اسلام اباد په لوري د تلو هڅه کوله او پولیس يې مخه نیوله.
اعتراض کوونکو، چې د تحریک لبیک پاکستان غورځنګ تر سيوري لاندي راټول شوي، اوس هملته پرلت وهلی.
د یکشنبې په ورځ چې کله دغه لاریون پلازمېنې اسلام اباد سره څېرمه د راولپنډۍ ښار لیاقت باغ سیمې ته ورسېد نو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب پېل شو، چې دوشنبه يې هم دوام درلود.
د پاکستانيو پولیسو په خبره په دې اخ و ډب کې دواړو لوریو ته تر لسو زیات کسان ټپيان شوي او پولیسو د دوو سوو په شاوخوا کې لاریونوال نیولي هم دي.
د تحریک لبیک پاکستان د دې پرلت او احتجاج له امله د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ ځينې لارې مظاهره چیانو او پاتې يې پولیسو بندې کړي.
امنیتي کسان هڅه کوي چې دغه مظاهره چیان د اسلام اباد په لور حرکت ونکړي.
د همدې احتجاج له امله له پرون راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې تیلیفوني شبکې هم تړل شوې دي.
د ویلو وړ ده چې تحریک لبیک پاکستان هغه غورځنګ دی، چې په ۲۰۱۷م عیسوي کال کې يې د هغه وخت د حکومت پر ضد هم ورته احتجاج کړی و.
دوه کاله وړاندې د هغه احتجاج تر ختمېدو وروسته پر خواله رسنیو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې د پاکستاني پوځ یو سرتېری دغو احتجاج کوونکو ته پېسې ورکوي او اورېدل کېږي، چې دغه سرتېری دوی ته وايي، "موږ هم ستاسو ملګري یو".
د هغه وخت لومړي وزیر نوازشریف او ګوند يې هغه پرلت د ده د حکومت د نسکورېدو هڅه بللې وه.
وروسته د اسلام اباد د لوړې محکمې قاضي فایز عیسا په همدې تړاو په یوه پرېکړه کې د دفاع وزارت ته ویلي وو، د هغو پوځي سرتېرو پر ضد دي قانوني ګام واخيستل شي، چې له خپل سوګنده يې سرغړونه کړې.