فرانسه کې د ښوونکي وژنه؛ د مسلمان زدکوونکي پلار بریدګر سره اړیکه درلوده

د فرانسې رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د یوه زدکوونکي پلار چې په دغه هېواد کې د وژل شوي ښوونکي سميول پټي پر ضد په انلاین کمپاین کولو تورن دی، د ښوونکي قاتل ته د نوموړي له وژل کېدو مخکې پیغامونه استولي دي.

ښاغلي پاتې چې د جمعې پر ورځ وژونکي ترې سر غوڅ کړ، زدکوونکو ته د اسلام پیغمبر محمد (ص) کارتون ښوولی و.

رسماً د ۴۸ کلن تورن سړي نوم نه دی یاد شوی او د ښوونکي خلاف د (فتوا) ورکولو تور پرې لګېدلی دی.

فرانسه کې د ۴۷ کلن پاتې وژنې پراخ غبرګونونه رابرسېره کړل.

د یکشنبې پر ورځ لسګونه زره کسانو په لاریونونو کې نوموړي ته درناوی وړاندې کړ او د بیان ازادۍ دفاع یې وکړه.

د جمعې پر ورځ پولیسو د ښوونکي پټي له وژل کېدو وروسته ۱۸ کلن عبدالله اي نومي سړی په ډزو وواژه.

رپوټونو کې ویل شوي، د زدکوونکي پلار د ښاغلي پاتې له قاتل سره د پلازمېنې پاریس څنډو کې د هغه ښوونځي په څنګ کې چې ښاغلي پټي پکې دنده درلوده، پیغامونه تبادله کړي دي.

پر نوموړي تور دی، چې له یوه ملا سره په شریکه یې چې فرانسوي رسنیو یو سخت دریځی اسلامپالی بللی، فتوا جاري کړې وه، چې نوموړی ښوونکی باید سزا وویني.

د فرانسوي رسنیو په رپوټونو کې د کورنیو چارو وزیر ګیرالد درمانین له قوله ویل شوي، دغه دواړي سړي په ترهګریزه پېښه کې د شراکت په تړاو نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې دي.

پولیسو د دوشنبې پر ورځ پر نژدې ۴۰ ځایونو کې چاپې وهلې.

ویل کېږي، چې دې لړ کې به نورې چاپې هم ووهل شي او ولسمشر ایمانویل مکرون به د پنجشنبې پر ورځ د پولیسو عملیاتو څارنې لپاره د یوې غونډې مشري وکړي.

بل لور ته د کورنیو چارو وزیر درمانین وايي، فرانسه کې به د ځینې خیریه ټولنو په ګډون د ۵۱ اسلامي ټولنو له مسوولینو پوښتنې ګروېږنې وشي او که د کرکې خپرولو ثبوتونه یې وموندل شي، و به تړل شي.

د ښوونکي له وژل کېدو وروسته تر اوسه پورې ۱۶ کسان د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي.

له پېښې لږ وروسته د قاتل، مور، پلار، نیکه، انا او یو ۱۷ کلن ورور نیول شوي دي. دغه راز د ښوونځي څلور زده کوونکي هم نیول شوي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغو اتیا کسانو به هم پوښتنې کېږي، چې د ښوونکي وژنې په پلویتوب یې پیغامونه خپاره کړي دي.

د سې شنبې پر ورځ فرانسوي پولیسو د هغه جومات تړلو امر هم وکړ، چې د ښاغلي پټي له وژل کېدو څو ورځې مخکې یې پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیويي پیغام کې د ښاغلي پټي پر ضد د اقدام غوښتنه کړې وه او د هغه ښوونځي ادرس یې خپور کړی و، چې نوموړي په کې دنده درلوده.

د چهارشنبې پر ورځ به دغه جومات د شپږ میاشتو لپاره وتړل شي.

د پاریس شمال کې دغه جومات مسوولینو پر دغه ویډیو چې وروسته یې لېرې کړه 'پښېماني ' څرګنده کړې او د ښوونکي وژنه یې غندلې ده.

دغه جومات ته نژدې ۱۵۰۰ کسان د لمونځ کولو لپاره ورتلل.