تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'اماراتو ته نژدې' پر اسراييلي بېړۍ برید شوی
د ایران او اسراییل تر منځ د نطنز بټۍ له پېښې وروسته د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله د سیمه ییزو رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د عرب اماراتو فجیره بندر ته نژدې پر یوې سوداګریزې اسراییلي بېړۍ برید شوی دی.
'اسراییل ۱۲ ' ټلویزیون چېنل د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، پر دغې کښتۍ د 'ایراني توغندي برید شوی ' خو کښتۍ ته ډېر زیان نه دی اوښتی.
دې خبرې شبکې څو ساعته مخکې په یوه رپوټ کې وویل، د اسراییل څارګرو او امنیتي ادارو د یورانیمو بډاینې په نطنز مرکز کې له پېښې وروسته ځان د غچ اخیستنې احتمالي اقدام ته چمتو کوي.
د ایران صدا و سیما اړوند عربي ژبې وېبسایټ هم د سرچینو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي، 'هایپرون ' نومې دغې کښتۍ د ګاډو بار لېږداوه.
د اسراییل جروزالم پوسټ ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، دغه کښتۍ چې برید پرې شوې د 'ري شيپینګ ' نومي اسراییلي شرکت اړوند ده، چې په فبرورۍ میاشت کې د همدې شرکت پر یوه بله کښتۍ هم برید شوی و.
ایراني چارواکي اسراییل د یورانیمو بډاینې په نطنز مرکز کې د هغې پېښې مسوول بولی چې د دوی په وینا په دې تاسیساتو کې د برېښنا پرچاوۍ او ''ځو زره سنټريفیوزونو له منځه تلو لامل شوه. ''
د دوشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت خبرداردی ورکړ چې ایران به ''په مناسب وخت کې '' له اسراييله غچ واخلي.
د یورانیمو 'شپېته سلنه غني کولو' اعلان
له دې مخکې ایراني رسنیو د دې هېواد یوه مهم چارواکي عباس عراقچي له قوله ویلي، تهران به پر نطنز بټۍ د وروستي برید په غبرګون کې د یورانیمو 'شپېته سلنه غني کول' پیلوي.
د پرېس ټي وي شبکه، چې د ایران حکومت اړونده رسنۍ بلل کېږي، وایي چې ایران به له چارشنبې ورځې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړوي..
د تسنیم خبري اژانس هم ویلي، عباس عراقچي د ایراني حکومت دې پرېکړې په اړه د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر ته حال ورکړی دی.
ښاغلی عراقچي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اټومي پروګرام پر سر د خبرو لپاره د ایراني پلاوي مشر هم دی، د اټومي پروګرام پر موضوع د خبرو لپاره د اتریش پلازمېنې ویانا ته رسېدلی.
د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د شوې هوکړې له مخې ایران اجازه نه لري چې خپل یورانیم له ۳.۶۷ سلنې پورته غني کړي.
خو کابو یو نیم کال مخکې ایران دا شرط هله مات کړ چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې تړونه د وتلو اعلان وکړ.
پر نطنز بټۍ برید کې څومره زیان اوښتی؟
د ایران د پارلمان د انرژۍ کمېسیون مشر فریدون عباسي دواني د دغه هېواد نطنز بټۍ سایبري برید په هکله وویل، چاودنې دې بټۍ کې د سانتریفیوجونو د برېښنا رسولو سیستم پرې کړی دی. د هغه په خبره، ورته عملیات پر ۱۳۹۱ کال فردو بټۍ کې هم شوي و.
فریدون عباسي دواني تسنیم خبري اژانس ته ویلي: "د دښمن پلان ډېر ښکلی و. زه له علمي پلوه مسلې ته ګورم. هغوی فکر وکړ او متخصصان یې په کار واچول او داسې چاودنه یې وکړه چې هم د برېښنا رسولو سیستم زیانمن شي او هم هغه کېبل چې د بېټري له لوري غځېدلی دی. "
نوموړی نطنز بټۍ ته په اشاره وايي، د برېښنا وېش برخه او هغه کېبل چې له بلې خوا را غځېدلی او داسي بېټریو پورې تړلی که برېښنا یې پرې شي هغوی هم پرې کړي.
نوموړی دا هم وايي چې د برېښنا سیستم له ۴۰ تر ۵۰ مترو د ځمکې تل کې دي او دومره پوخ جوړ شوی چې هوايي او توغندیزو بریدونو کې یې د له منځه تللو امکان نشته.
د یکشنبې په ورځ ایران ومنله چې نطنز اټومي بټۍ برېښنا سیستم کې پېښه شوې او تاوان یې اړولی دی.
د دوشنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکايي او اسراییلي رسنو دا رپوټ ومانه چې دا برید اسراییل کړی دی او زیاته یې کړه چې مناسب وخت کې به غچ واخلي.
جواد ظریف د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون غونډه کې د وینا پرمهال پر نطنز بټۍ کې برید کې د اسرائیل د لاس لرلو خبره وکړه او ویې ویل: "صهیونستان غواړي چې د بندیزونو لرې کولو برخه کې د لاسته راوړنو غچ د ایران له خلکو واخلي خو موږ اجازه نه ورکوو او په خپله له صهیونستان به غچ اخلو" .
هغه وویل چې دا کار به د اټومي پروګرام پر سره خبرو کې د ایران دریځ پیاوړی کړي او د ده په وینا د خبرو نور لوري باید پوه شي چې " تر اوسه د یورانیومو غني کولو له لومړه نسل سره مخامخ وو خو اوس نطنز پرمختللي سنټر فیوژونه لري چې څو برابره زیات یورانیوم غني کولی شي"
څومره تاوان رسېدلی
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له دې برید وروسته ایران تر میاشتو میاشتو د یورانیم بډایولو امکان له لاسه ورکړی دی.
دغې ورځپاڼې ته د دې پېښې په تړاو دوو امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي، ایران د نطنز د بیا پیلولو لپاره ۹ میاشتې وخت ته اړتیا لري:
"د برېښنا رسولو ځانګړی سیستم چې د یورانیم بډایولو سانتریفیوجونو ته یې برېښنا رسوله بشپړ له منځه تللی دی."
تر دي مخکي د اسراییلو عامه راډیو هم وايي هېواد یې د ایران پر نطنز اټومي بټۍ سایبري برید کړی دی او تر هغه یې ډیر زیان وراړولی، چې ایران یې رپوټ ورکړی.