د "تحریک لبیک" ډلې مشر له نیول کېدو وروسته د پاکستان ګڼو ښارونو کې احتجاجونه

په پاکستان کې دوشنبه د مذهبي ډلې "تحریک لبیک" د مشر سعد رضوي له نیول کېدو وروسته د دې هېواد په ګڼو ښارونو کې احتجاجونه پیل شوي او د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی.

سعد رضوي د دوشنبې پر ورځ هغه مهال ونیول شو چې یوې جنازې ته روان و.

پولیسو تر دې دمه د سعد رضوي د نیول کېدو لامل نه دی ښودلی، خو ډلې یې اعلان کړی چې که د پاکستان حکومت د روانې اپرېل میاشتې تر شلمې نېټې د فرانسې سفیر ونه شړي نو پر شلمه نېټه به پراخ لاریونونه کوي.

اوس داسې ګومان کېږي چې پاکستاني چارواکو د همدې راتلونکي لاریون په تړاو نوموړی نیولی دی.

د تحریک لبیک پاکستان ډله له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان له حکومته غواړي چې د فرانسې سفیر وشړي.

مذهبي ډلو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې د چارلي هبډو په نامه فرانسوۍ مجلې یو ځل بیا د اسلام د پیغبر کارتونونه خپاره کړل.

کومو ښارونو کې احتجاجونه شوي؟

دوشنبه د سعد رضوي له نیول کېدو سره سم د تحریک لبیک پاکستان ډلې کارکوونکو په لاهور، کراچۍ، اسلام اباد، راولپنډۍ او ځینو نورو ښارونو کې احتجاجونه پیل کړل.

احتجاج کوونکو د دې ښارونو ځینو برخو کې لویې لارې تړلې دي، چې له کبله یې ترافیک په ټپه درېدلی او عام خلک له کړاو سره مخ دي.

د پاکستان د لویو لارو پولیسو ویلي، د پېښور او اسلام اباد ترمنځ (جي ټي روډ) سړک په ټېکسلا سیمه کې د احتجاج کوونکو لخوا تړل شوی دی.

د لاهور په (یتیم خانه چوک) سیمه کې پولیسو پر احتجاج کوونکو اوښلن ګاز کارولی، او ځواب کې یې خلکو پر پولیسو د کاڼو ګوزارونه کړي.

لاهور کې د بي بي سي خبریال عمر دراز ننګیانه وایي، احتجاج کوونکو د فېروز پور سړک هم تړلی دی.

په ورته وخت کې رپوټونه وایي لاهور کې پولیسو د تحریک لبیک پاکستان پر مدرسو او د کارکوونکو پر کورونو چاپې هم پیل کړې دي.

پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ کې هم احتجاجونه شوي او پولیسو له مري نه راتلونکو کسانو ته سپارښتنه کړې چې لاره بدله کړي.

چارواکي وایي چې پر مري روډ وضعیت کنترولولو لپاره پولیس او رېنجر ځواکونه ګومارل شوي دي.

د کراچۍ په ګڼو سیمو کې هم د احتجاجونو رپوټونه ترلاسه شوي دي او د چارواکو په وینا د پاکستان ملي شاهرا (نشنل های وې) هم ګڼو ځایونو کې تړل شوې ده.