امریکا او اروپایي ټولنې د "الیکسي نوالني قضیه" کې پر روسیې بندیزونه اعلان کړل

Alexei Navalny in court in Moscow, 2 February

د عکس سرچینه، Reuters

امریکا او اروپایي ټولنې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو سیاسي مخالف الېکسي نوالني ته د زهرو ورکولو او د هغه د وژلو هڅې په قضیه کې پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه اعلان کړي دي.

امریکایي استخباراتو د خپلو پلټونو پایله کې موندلې چې د روسیې حکومت تېر کال سایبریا کې الیکسي نوالنې ته د زهرو ورکولو او د هغه د وژلو هڅه کې لاس درلود.

امریکا وایي، په لګول شویو بندیزونو کې ۷ تنه روسي چارواکي او ۱۴ هغه ادارې په نښه شوي دي چې د کیمیاوي او بیولوژیکو موادو تولید کې ښکېلې دي، خو د دې چارواکو او ادارو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

اروپایي ټولنې هم د امریکا له دې ګام سره په همغږۍ پر څلورو روسي حکومتي‌ چارواکو بندیزونه اعلان کړي دي.

په دې کسانو کې د روسیې د زندانونو ادارې مشر الکساندر کلاشینګوف، د روسیې د پلټنو د کومېټې مشر الکساندر بسټریکېن، لوی څارنوال ایګور کراسنوف او د ملي ګارډ مشر وېکټور زولوټوف شامل دي.

پر دې کسانو لګولو شویو بندیزونو کې د شتمنیو کنګلول او د سفر بندیز شامل دي.

مسکو په دې قضیه کې ښکېلتیا ردوي او د لوېدیځو استخباراتو دا ادعا هم ردوي‌ چې ګواکې الیکسي نوالني ته د "ناووچوک" په نامه زهرجن مواد ورکړل شوي وو.

خو یوه امریکایي چارواکي د ښاغلي نوالني د وژلو هڅه او د روسیې لخوا د "کیمیاوي وسلو" د کارولو لړۍ د اندېښنې وړ بللې ده.

دا د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې لومړي بندیزونه دي چې پر روسیې لګول کېږي. ښاغلي ‌بایډن د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرتله د روسیې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی.

جو بایډن تېره میاشت خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره تیلیفوني خبرو کې په ډاګه ویلي وو، اوس هغه ورځې تېرې دي چې روسیه به د امریکا ټاکنو کې لاسوهنه کوي،‌ انټرنېتي‌ بریدونه به کوي او روسي اتباع به وژني.

الېکسي نوالني څوک دی؟

Alexei Navalny attends a hearing in Moscow, 20 February 2021

د عکس سرچینه، Reuters

الېکسي نوالني روسیه کې د فساد ضد یو فعال او د ولسمشر ولادمیر پوتین یو تر ټولو کلک مخالف دی.‌ ۴۴ کلن نوالني پر خواله رسنیو میلیونونه مینه وال لري‌ او هلته پر حکومت نیوکې کوي.‌

نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې ان پر دې وتوانېد چې پر خواله رسنیو خپل ځینې ملاتړي په سایبریا کې د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې بریالي کړي.

نوموړي ته تېر کال اګست میاشت کې سایبریا ته د سفر پر مهال په الوتکه کې زهر ورکړل شوي وو.

له پېښې وروسته الېکسي نوالني په کوما حالت کې جرمني ته ورسول شو همالته له درملنې وروسته یې روغتیایي وضعیت ښه شو.‌

نوموړی تېره جنورۍ میاشت کې بېرته روسیې ته ستون شو او هلته له رسېدو سره سم ونیول شو.‌

له نیول کېدو وروسته نوموړي‌ ته د یوې محکمې لخوا د مالي فساد یوه پخوانۍ قضیه کې دوه نیم کاله بند سزا واورول شوه، او تېره اوونۍ زندان ته ولېږل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او اروپایي ټولنې په سملاسي توګه د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د الېکسي نوالني ملاتړي‌ هم ټینګار کوي چې پر ده لګېدلي تورونه رښتیا نه دي او د سیاسي اختلاف له کبله دي.