د پوتین سیاسي مخالف الېکسي نوالني له کوما حالته وتلی

Alexei Navalny

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الیکسي نوالني تېره اګست میاشت کې د هوایي سفر پر مهال ناروغه شوی و

د جرمني په برلېن ښار کې د روغتون ډاکټران وایي، د روسیې اپوزیسیون څېړه الېکسي نوالني، چې ویل کېږي تېره اګست میاشت کې د هوایي سفر پر مهال زهر ورکړل شوي، اوس له کوما حالته وتلی دی.‌

ډاکټران وایي، د ښاغلي نوالني وضعیت په ښه کېدو دی او اوس خوله خوځولی شي، خو زیاتوي چې پر نوموړي د زهرو اوږدمهاله اغېز په اړه لا څه نشي ویلی.

ډاکټرانو همدا راز ویلي چې نوموړی نور د ساه اخیستو لپاره اکسیجن ماشین ته هم اړتیا نه لري.‌

۴۴ کلن الېکسي نوالني تېره اګست میاشت کې په سایبریا کې د هوایي سفر پر مهال ناروغه شو او وروسته د درمنلي لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

جرمني چارواکو له ازموینو وروسته اعلان وکړ چې نوموړي ته زهر ورکړل شوي وو.‌

د نوموړي ډله تور لګوي چې دا زهر د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په امر ورکړل شوي‌ وو، خو ښاغلی پوتین په دې قضیه کې ښکېلتیا ردوي.‌

د قضیې په تړاو د جدي پلټنو غوښتنه

Mr Navalny is being treated at the Charité hospital in Berlin, Germany

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي نوالني د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوی و

د جرمني پر صدر اعظمې انګلا مرکل فشار ډېرېږي چې د دې قضیې په اړه جدي‌ او پرېکنده دریځ غوره کړي.

نوموړې تېره اوونۍ ویلي وو چې پر ښاغلي نوالني مرګونی برید شوی او نړۍ باید په دې اړه له روسیې ځواب وغواړي.‌

د دوشنبې پر ورځ د جرمني د پارلمان یوه مخکښ غړي‌ ان غوښتنه وکړه چې د دې پېښې له کبله باید د نللیکې پر هغه پروژه کار ودرول شي‌ چې ټاکل شوې له روسیې نه اروپا ته ګام ولېږدوي.‌

خو کرېملین د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، په دې قضیه کې پر روسیې تورونه لګول لیونتوب دی.

د ولسمشر پوتین ویاند ډیمټري پېسکو ویلي، دا پېښه په روسیې پورې تړل ورته د منلو نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم له دې مخکې ویلي وو،‌ داسې هېڅ شواهد نشته چې الېکسي نوالني ته دې زهر ورکړل شوي‌ وي.‌

الیکسي نوالني په روسیه کې د فساد پر ضد کمپاین چلوي او په تېر کې یې د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه تنظیم کړي.‌

نوموړی وایي، د ولسمشر پوتین سیاسي ګوند د غلو یوه ډله ده چې د روسیې وینه څښي.