امریکا : محمد بن سلمان د 'خاشقجي د وژلو پلان منظور' کړی و

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د حکومت له خوا خپاره شوي استخباراتي راپور کې ويل شوي، چې شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د نيولو يا وژلو وژلو پلان منظور کړی و.

دا لومړی ځل دی چې امریکا په دې پېښه کې په ښکاره ډول د سعودي شهزاده نوم اخلي خو محمد بن سلمان دغه تور رد کړی چې د جمال خاشقجي د وژلو امر يې کړی دی.

جمال خاشقجي د سعودي يو خبريال و چې په امریکا کې اوسېده او د سعودي پر حکومت يې نيوکې کولې.

د يادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د پنجشنې په ورځ د سعودي له پاچا شاه سلمان سره ټليفوني خبرې کړې وې خو په دې اړه معلومات نشته چې ايا د دغه راپور په اړه غږېدلی که نه.

جمال خاشقجي ۲۰۱۸ کال په استانبول کې د سعودي په سفارت کې وژل شوی و.

د امریکا استخباراتي ادارې ويلي، "زموږ ارزونه ښيي چې د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د ترکيې په استانبول کې د جمال خاشقجي د نيولو يا وژلو عمليات منظور کړي".

په راپور کې داسې درې ټکي په ګوته شوي چې له مخې يې ويل کېږي، وليعهد دغه عمليات تائيد کړي.

  • له ۲۰۱۷ کال راوروسته د پرېکړې کولو کنټرول ترلاسه کول
  • په دغو عملياتو کې د هغه د يوه سلاکار مستقيمه ښکېلتيا
  • د وليعهد له خوا له "هېواده بهر د مخالفينو ځپلو کې د تاوتريخوالي اقداماتو ملاتړ"

د امريکا ولسمشر جو بایډن چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د دغه رپوټ د خپرولو ژمنه کړې وه، ویلي واشنګټن به ریاض سره د اړیکو نوی باب پرانيزي.

د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ادارې سعودي عربستان سره تاوده اړیکي پالل او په همدې لړ کې یې د جمال خاشقجي د وژلو په اړه د امریکا د استخباراتو د رپوټ له خپرولو هم ډډه کړې وه.

خو بایډن واک ته له رسېدو سره سم ریاض سره د یمن جګړه کې د امریکا پوځي مرستې ودرولې او پر سعودي عربستان او متحدو عرب اماراتو یې د وسلو د پلور تړونونه وځنډول.

د امریکا نوې ادارې د یمن حوثي یاغیان هم د ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ښاغلي خاشقجي وژلو کې خپله هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.

د نوموړي د قتل قضیه کې پنځه کسان په اعدام محکوم شول، خو د خاشقجي د کورنۍ د "رضایت" پایله کې یې سزا ۲۰ کلونو بند ته راټیټه شوه.

خاشقجي څرنګه وژل شوی و

۵۹ کلن خبریال جمال خاشقجي چې د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له ټینګو نیوکګرو و.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر دویمه له خپلې ترکۍ کوژدنې سره د ترکیې استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ورغلی و.‌

کوژدنه یې د کونسلګرۍ مخې ته په انتظار وه، خو خاشقجي بیا هېڅکله له کونسلګرۍ راونه وت.

د ترکي چارواکو د رپوټ له مخې،‌ لومړی هغه زندۍ شوی او بیا یې بدن ۱۵ کسانو د سعودي کونسلګرۍ کې دننه ټوټه-ټوټه کړی او له هغه ځایه ایستلی دی. د هغه د بدن غړي لا تر اوسه نه دي موندل شوي.