د پاکستانۍ پېغلې ويډیو ولې هند او پاکستان په سر اخیستي

پر انسټګرام خپرې شوې يوې لنډې پنځه ثانيې ويډيو په هند او پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي سره يو ځای کړي دي.

دغه ويډيو چې د پاکستانۍ نجلۍ دانانير مبين له خوا د فبرورۍ پر شپږمه پر انسټګرام خپره شوې، په دغو دواړو هېوادونو کې ګڼ مينه وال پيدا کړي دي. د ويډيو جوړونکې کېدی شي نه وه خبره چې دومره ژر به د انټرنېټ پر يوې ستورې بدله شي.

تاسو به وايئ چې دې لنډې ويډيو که څه دي. مخکې له دې چې موږ درته ووايو دلته يې اصلي ويډيو وګورئ.

په ښکاره ډول په دې ويډيو کې څه ځانګړي نشته. دا نجلۍ وايي، "دا زموږ موټر دی، دا موږ يوو او دلته پارټي کوو". په ويډيو کې ځینې ځوانې نجونې ښکاري چې ساعت تېروي او خوشالي کوي.

همدا يې ځواب دی، ځکه په دې وروستيو کې د مرګژوبلې او ناهيلۍ په اړه ګڼ خبرونه خپرېږي، په دې ويډيو کې دې خوښو څېرو په دواړو هېوادونو کې خلک خوشاله کړي، چې د څو لسيزو خراب اړيکو له امله په ډېرو شيانو کې له يو بل سره مخالفت هم کوي.

له بي بي سي سره په خبرو کې دانانير مبين ويلي، په داسې وخت کې چې "د پولې دواړو غاړو ته ستونزې دي، د دواړو هېوادونو تر منځ د مينې خپرولو پرته بل غوره څه کېدی شي".

نوموړې هنديانو ته په اشاره ويلي، "ډېره خوښه يم چې زما ګاونډيان او موږ، زما د ويډيو له امله پارټي کوي".

۱۹ کلنه دانانير مبين د خيبرپښتونخوا د پېښور اوسېدونکې ده، چې ډېره کله د فشن او مېک اپ په اړه پر ټولنيزو رسنيو پوسټونه کوي او مطالب خپروي.

دانانير ويلي، په اصلي ژوند کې په دې بڼه خبرې نه کوي، دا يې يوازې د ويډيو جوړولو لپاره په داسې لهجه خبرې کړې دي.

په هند او پاکستان کې ځينو مشهورو فلمي څېرو او سپورتي لوبغاړو هم د دانانير په څېر ويډيوګانې جوړې کړې، چې يو له هغې د پاکستان تېز توپ اچوونکی حسن علي دي.

جنوبي افريقا ته له ماتې ورکولو وروسته، د دغه هېواد کرېکټ بورډ ويډيو خپره کړه چې په کې حسن علي وايي، "دا زه يم دا زموږ لوبډله، موږ د لوبو لړۍ وګټله او پارټي کوو".

په هند کې هم دې ويډيو ګڼ مينه وال پيدا کړل، د باليووډ مشهور فلمي لوبغاړي رنديپ هوډا په دې بڼه ويډيوه خپره کړه او همدلته يوه موسيقي جوړونکي يشراج موکتي هم ترې سندره جوړه کړې ده.