پاکستان کې د دوو نجونو خپلو کې واده؛ محکمې یې د جنسیت مالومولو امر وکړ

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان په راولپينډۍ کې یوې محکمې ډاکټرانو ته امر کړی، چې د هغو نجونو جنس مالوم کړي، چې خپلو کې یې واده سره کړی دی. نن چارشنبه دواړه نجونې محکمې ته راوستل شوې. دی کې یوې يې محکمې ته ویلي، دا مخکې نجلۍ وه خو اوس جنس بدل کړی، ځکه يې له بلې نجلۍ سره واده کړی دی.

دا موضوع هله رسنیزه شوه چې د امجد شاه په نامه یوه کس ځايي محکمې ته درخواست ورکړی، چې د ده شل کلنه لور د هغې ښوونکې تښتولې او دواړو په خپل منځ کې واده سره کړی.

د ښاغلي شاه په خبره، لور يې په یوه ښوونځي کې وه، چې هملته يې له خپلې دې ښوونکې سره د ده په ټکیو ناراو اړیکې پېل شوې وې.

دی وايي، کله چې پر دې ناروا اړیکو پوه شو، خپله لور یې ښوونځي ته له تګ منع کړه، خو بیا هم دواړو نجونو اړیکې سره پرې نه کړې.

د دغه کس په وینا، د لور ښوونکې يې د نارینه په نامه جعلي پېژندپاڼه جوړه کړې او همغې پېژندپانې ته په کتو بیا د لاهور محکمې دوی ته د واده سرټيفيکېټ هم ورکړی.

امجد شاه وايي، کله چې پر دې ناوړه اړیکو پوه شو، پولیس یې هم خبر کړل، خو هغوی د ده په خواست غوږ ونه ګراوه.

امجد شاه محکمې ته خپل خواست یا عریضه کې ویلي، په اسلام او پاکستانۍ ټولنه کې دوه ښځې خپل منځ کې واده نشي کولی، نو ځکه دې د دغو نجونو پر ضد قانوني ګام واخیستل شي.

د ښاغلي شاه وکیل وايي، موکل یې له هغې نجلۍ سره اړیکه نیولې چې د ده لور یې ځان ته واده کړې ده، خو هغې ورته ویلي چې جنس یې بدل کړی دی.

لاکن امجدشاه وايي، پاکستان کې جنس بدلول ناشوني او هم ناروا دي.

بلې خواته په خواله رسنیو د دغو دوو نجونو د واده هغه عکسونه هم خپاره شوي، چې پکې یوې د نارینه او بلې د ناوې جامې په تن دي.

د ویلو ده چې د پاکستان په قانون کې همجنس خوښي واده نشي کولی، خو د ځينو راپورونو پر اساس د دغه هیواد په لویو ښارونو لکه لاهور، کراچۍ او ځينو نورو کې ډېری داسې همجس خوښي شته، چې په پټه يې ودونه سره کړي او له ټولنې پټ ژوند سره کوي.