کوهاټ کې پر نالیدلې نجلۍ 'عاشق' هندی له پاکستاني زندانه خوشی شو

حامد انصاري نومي هندی د افغانستان له لارې پاکستان ته په غیر قانوني توګه د ننوتو په تور شپږ کاله د هغه هېواد په زندان کې له تېرولو وروسته خپل هېواد ته ستون شو.

ښاغلی انصاري د جعلي پاکستاني تذکرې یا پېژندپاڼې ساتلو له کبله مجرم بلل شوی و.

خو د نوموړي پلویان وايي، انصاري په 'احمقانه توګه او پټو سترګو ' د خیبر پښتونخوا پر هغې ښځې مین شوی و، چې ده د انټرنېټ له لارې پېژندلې وه.

نن دسمبر ۱۸ مه هند ته له ستنېدو وروسته پر واهګه بندر د انصاري کورنۍ، دولتي چارواکي او ژورنالیستان د ښاغلي انصاري هرکلي ته ولاړ وو.

ښاغلی انصاري که څه هم ۲۰۱۲ کې نیول شوی و، خو ۲۰۱۵ کال کې رسماً تورن او سزا ورکړل شوه، خو تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړي هغه ښځه چې دی پرې مین و، ولیده که نه.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې د هند نیمې وچې وېش پایله کې دغه یو هېواد پر دوو هېوادونو ووېشل شو، درې ځله جګړه کړې او معمولاً د یوه بل هېواد اوسېدونکي زنداني کوي.

د حامد انصاري مور فوزیه انصاري ممبۍ کې د یوه پوهنتون استاده او پلار یې نیهال انصاري بانک کې دنده درلوده.

ویل کېږي نوموړي ۲۰۱۲ کال کې مور، پلار ته ویلي و چې افغانستان ته له یوه هوايي شرکت سره د دندې موندلو مرکې لپاره ځي، خو پلازمېنې کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته بې درکه شو.

جتین ډیسايي چې د ښاغلي انصاري خوشي کېدو کمپاین کې مخکښ و، بي بي سي هندي ته وویل، د هغه کورنۍ غړو ته کور کې د هغه له پاتې کمپیوټره معلومه شوه، چې پاکستان کې یې له ځینې کسانو سره برېښنالیکونه تبادله کړي وو.

د نوموړي په وینا دوی ته دا هم معلومه شوه چې حامد انصاري خیبر پښتونخوا ته تللی.

ښاغلي ډیسايي ممبۍ میرر ورځپاڼې ته وویل، حامد انصاري له بې درکه کېدو شپږ میاشتې مخکې له ده غوښتي و، چې د پاکستان ویزه موندلو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه په وینا یې هغه غوښتل په خیبر پښتونخوا کې له هغې ښځې سره واده وکړي چې ده له انلاین له لارې ورسره پېژندلي و:

''ما د ده د خبرو له اورېدو وروسته په زوره وخندل او مشوره مې ورکړه هغې سیمې ته په یوه نامعلومه معشوقه پسې لاړ نه شي چې د عزت په خاصر پکې وژنې کېږي. ما هغه ته مشوره ورکړه چې حماقت پرېږدي او خپلې دندې ته توجه وکړي. ''

خو ویل کېږي په ظاهره ځینې پاکستانیانو هغه ته ویلي و چې په اسانۍ کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شي.

وروسته معلومه شوه چې نوموړي همداسې کړي و او د حمزه په نامه یې له جعلي پاکستاني اسنادو سره د تورخم له لارې پاکستان ته ننوتی و.

وروسته خپرو شویو رپوټوتو کې وویل شول، حامد انصاري د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د هغې سیمې له یوه هوټله ونیول شو چې له ده سره انلاین اړیکي لرونکې نجلۍ پکې اوسېده.

د حامد انصاري خپلوانو هندي چارواکي د هغه له بې درکۍ خبر کړل او هلته یوې پاکستانۍ ژورنالیستې چې له ښاغلي انصاري سره یې په زندان کې لیدلي و د نوموړي له کورنۍ سره له رابطې وروسته د هغه د مور له لوري پاکستانۍ محکمه کې عریضه وکړه.

د خبریالې له ډېرو منډو ترړو وروسته ۲۰۱۶ کال کې پاکستاني امنیتي چارواکو محکمې ته ومنل چې حامد انصاري دوی زنداني کړی دی.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې رپوټ کې د هندي چارواکو له قوله ویل شوي، پاکستان حکومت هېڅ هندي چارواکي ته اجازه نه ورکوله چې تېرو شپږو کلونو کې له حامد انصاري سره وویني.

اوس د نوموړي خوشي کېدو ته د یوه 'بشر دوستانه اقدام ' په نظر کتل کېږي، چې د عمران خان په مشرۍ پاکستاني حکومت کړی دی.

د پاکستاني لوري غبرګون

الیاس خان بي بي سي اسلام اباد

نن ګهیځ د پاکستاني ټلویزیوني خبرونو سرلیکونه نژدې یو ډول وو:

''هندی جاسوس د زندان سزا له بشپړولو وروسته خوشی شو '' خو ښايي حقیقت دومره تریخ نه وي.

حامد انصاري له هغه مخکې چې یوې پوځي محکمې د جاسوسۍ په تور په درې کلن زندان محکوم کړ او دا ومنل شوه چې یوې استخباراتي ادارې نیولی و، درې کاله بې درکه و.

د پاکستاني پوځي محکمو اسناد پټ ساتل کېږي، ځکه دا هم معلومه نه ده، چې نوموړی د کومو ثبوتونو پر بنسټ محاکمه شوی و.

خو د پاکستان سترې محکمې بشري حقونو برخې او د پېښور عالي محکمې هغه ثبوتونه باوري وبلل چې دوی ته ورکړل شوي وو.

یو وخت خو د ښاغلي انصاري مدافع وکیل دا غوښتنه هم وکړه چې پر نوموړي باید یوازې په غیر قانوني توګه هېواد ته د ننوتو تور پورې شي او د جاسوسۍ تور ترې لرې شي، خو پېښور محکمې انکار وکړ، ځکه په وینا یې دوی د پوځي محکمې د پرېکړې لغو کولو قضايي صلاحیت نه لري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ هم انصاري 'د هند جاسوس ' وباله، خو په هند کې بیا د هغه کیسه له یوه مخه بل ډول ویل کېږي.

ښاغلی انصاري پاکستان ته داسې حال کې تللی و چې دغه هېواد کې تاوترخوالی اوج ته رسېدلی و او دا چې نوموړی یو هندی و، ښايي ډېرو ته د پاکستان پوځي محکمې له لوري له هغه سره چلند د ډېرو په نظر له نرمښته ډک وي.