ایران د سنیانو عیدګاه جوړولو ته اجازه ورنه کړه، یو سني مذهبي مشر یې نیولی

په ایرانشهر کې د سُنیانو یوه مذهبي ځای (عیدګاه) ته د جوړولو اجازه نه ده ورکړل شوې او د یوه سني مذهبي مشر تر نیول کېدو وروسته د ایران سیستان او بلوچستان ولایت کې امنیتي ننګونې ډېرې شوې دي.

بلوڅ فعالان وايي، وسله والو ایرانشهر کې د سنیانو پر هغه ځای برید کړی چې غوښتل یې مصلی پکې جوړه کړي.

خو د ایرانشهر ښاروال نور احمد درخوش د ایران ایرنا خبري اژانس ته ویلي، دا مصلی د حج او اوقافو ادارې له تایید پرته پیل شوې وه چې دا یوه "سرغړونه" ده.‌

د ایرنا رپوټ کې راغلي، دا ځای یوازې د عیدګاه مجوز لري چې د مقرراتو پربنسټ باید سرپټی نه وي.

خو بلوڅ فعالان وايي، ددې ځای جوړولو ته د ایرانشهر محکمې او د ښاروالۍ د امنیت خوندیتوب شورا اجازه ورکړې وه.

بلوڅان وايي، ددې مذهبي ځای ړنګول په سیستان او بلوچستان کې د سُنیانو پر ټولنې د لوی فشار راوړلو درشل کې شوي دي.

ویل کېږي دا په سیمه کې د سنیانو دریم مذهبي ځای دی چې د ودانولو چارې یې درول کېږي.

د یو سني مذهبي مشر نیول کېدل

بلوڅ فعالان وايي امنیتي کارمنانو د شنبې په ورځ ایرانشهر کې د سنیانو یو مذهبي مشر مولوي ناصر بهادرزهي نیولی دی.

یوې سرچینې ویلي، مولوي ناصر د نیول کېدو پرمهال وهل شوی او کنځل شوی دی.

د ایران چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران د زندانونو د شمېرو له مخې،‌ اوسمهال د ایران په زندانونو کې ۴۳ سیاسي تورن بلوڅان بندیان دي.

د بشر حقونو فعالان وايي، د ایران سیستان او بلوچستان، کردستان، خوزستان، لوېدیځ او ختیځ اذربایجان په څېر سیمو کې تورن کسان او بندیان له سختو مجازاتو سره مخامخ دي او رسنۍ یې لږ پوښښ ته ورپرېښودل کېږي.

په ایران کې د بشر حقونو فعالانو ویلي وو، ایران په ۲۰۲۰ کال کې لږترلږه ۲۳۶ کسان اعدام کړي چې تر ۷۰ سلنې ډېر یې پټ اعدام شوي.