د ایران د سپاه پاسداران ۱۴سرتېري تښتول شوي

ایرنا خبري اژانس د سې شنبې(اکتوبر۱۶) په سهار د یوې خبرې سرچینې له خولې وویل، له پاکسان سره پر پوله سیستان بلوچستان کې وسلوالو د ایران د بسیجیانو په ګډون د یوه غونډ څورلس سرتېري تښتولي دي.

ویل کېږي دا سرتېري سهار وختي د میرجاوه سرحدي ښار د لوکندان په نوم صفري سیمه کې تښتول شوي دي.

له بلې خوا د ایران سپاه پاسدران هم د دې سرتېرو تښتول کېدل منلي دي.

په سیستان بلوچستان کې د سپاه پاسدران د ځمکني پوځ قدس قرارګاه په یوه خبرپاڼه کې د دې سرتېرو تښتول کېدل منلي:

"د انقلاب ضد ډلګیو د نفوذي عواملو یا عامل په خیانت او اړیکې سره ایراني ځواکونه تښتول شوي دي".

د ایران سیستان بلوچستان کې فعال جیش عدل ډله وايي، چې د دغه ۱۴ سرتېري دوی تښتولي دي.

دا ډله ځان د سنیانو په تېره د سیستان بلوچستان د خلکو مدافع بولي.

جیش العدل له دې مخکې هم د ایران له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړې دي او د څو وسلوالو بریدونو مسوولیت یې هم منلی دی.

د ایران حکومت دا ډله ترهګره او د سعودي او امریکا څارګرو ادارو پورې تړلې بولي.

بلوچستان کې تاوتریخوالی

د سپټمبر میاشتې په ۲۸ نېټه هم د دغه و لایت په سروان کې د ایران د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته شوې وه.

ایراني چارواکو هغه وسلوال هم ترهګر بلل او ویل یې څلور یې وژلي او دوه یې ټپي کړي، خو خپلو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سیستان بلوچستان په ځینې سیمو په تېره پوله کې له تېرو څو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو او مختلفو وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې کېږي.

ځینې وسلوال د دې نښتو موخه د ایران د حکومت په مقابل کې د لږکیو بلوڅانو له حقونودفاع بولي.

دې سیمه کې د نشه يي او نورو توکو قاچاقي ډلې هم فعالې دي.

سیستان بلوچستان له اقتصادي پلوه د ایران یوه وروسته پاتې سیمه ده او خلک یې له اقتصادي او ژواک چاپېریال ستونزو سره مخ دي.

د ایران د حکومت ځینې مخالفان وايي، چې حکومت د مذهبي مسلو له امله دې سیمې ته ډېر پام نه کوي.

د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي سنیان دي، خو پر ایران شیعه اخوندان واکمن دي.

سیستان بلوچستان

د ایران سیستان بلوچستان نږدې یو لک ۸۸ زره کیلومتره مربع سیمه ده.

د ایران ۱۱ سلنه خاوره یې نیولې ده، پراختیا یې د سوریې په اندازه ده، چې خپلواک هېواد دی.

دغه ولایت نږدې ۱۱ سوه کیلومتره پوله له پاکستان او یو څه اندازه له افغانستان سره لري.

سیستان بلوچستان له عمان سمندرګي سره ۳۰۰ کیلومتره پوله لري، چابهار بندر یې ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت لري، چې منځنۍ اسیا له منځني ختیځ او نورې نړۍ سره نښلوي.

دغه ولایت د اوسپنې، مسو او نورو کاني موادو ډېرې زېرمې هم لري.