تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران زاهدان کې دوه بلوڅ بندیان اعدام کړل
بي بي سي ځینې معلومات ترلاسه کړي چې د زاهدان زندان کې د شنبې په ورځ دوه بلوڅ بندیان، چې سیاسي او امنیتي دوسیې یې لرلې اعدام کړي دي.
تر اوسه ددغو اعدام شویو بندیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د سیستان او بلوچستان د قضايي سازمان عمومي مشر د اعدام شویو له هویت اعلانولو پرته ویلي چې دغه کسان "د نشه يي توکو کاروباري وسله وال قاچاقیان" وو.
دغه کسان داسې مهال اعدام شوي چې د محکومو شویو کسانو د دوسیو وکیل مصطفی نیلي د عدالت غوښتنه نه وه کړې.
ددغو محکومو کسانو یوه بل وکیل محمد رضا فقیهي بي بي سي ته وویل، د موکلینو تور یې "محاربه" و چې وروسته پر "بغاوت" بدل شوی دی.
په ورته وخت کې د اعدام پرمهال د زاهدان د زندان شاوخوا واټونه تړل شوي وو او امنیتي ځواکونه پکې ځای پرځای وو.
د بشر حقونو فعالانو د ځینو نورو کسانو د احتمالي اعدام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ایران په قوانینو کې بغی یا بغاوت د حکومت پرضد د وسله وال اړ و دوړ په معنا دی او محاربه په وسله د وحشت رامنځته کولو په معنا تعبیر شوی.
په وروستیو میاشتو کې په ځینو سیاسي او امنیتي دوسیو کې تورن کسان له عدالت غوښتنې او د هغوی کورنیو ته له خبر ورکولو پرته محکوم شوي دي.
تېره اونۍ روح الله زم په ناڅاپي او پټ ډول اعدام شو. تر دې مخکې قضايي چارواکو په ورته یوه ګام کې نوید افکاري هم اعدام کړ.
ددغو مجازاتو د قانون مطابق، د اعدام د سزا په اړه باید د محکوم شوي کس وکیل ته تر اعدام ۴۸ ساعته مخکې د حکم په اړه خبر ورکړل شي.
د ایران د قضاييه قوې مشر ابراهیم رئیسي په ۱۳۶۷ کال د هغه پلاوي غړی و چې د ایت الله روح الله خمیني په مستقیم امر د پټ اعدام او د زرګونو سیاسي بندیانو د ډله ییزې خښونې لپاره ګومارل شوی و.