له افغانستان او عراق د ایران ګیله

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي ایران ملګرو ملتونو کې پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو د څېړل کېدو په تړاو یوه ناسته کې د عراق او افغانستان له چلند 'ناخوښ" دی.

امریکا د ملګرو ملتونو د اداري او بودیجوي چارو (پنځمې) کمېټې په دې ناسته کې غوښتل چې د ۲۰۲۱ کال لپاره د دغه سازمان بودیجه کې د یوه بند په ډېرولو سره پر ایران د بندیزونو لپاره یو ځانګړې کمېټه او متخصصه ډله جوړه کړي.

عراق د امریکا دغه وړاندیز ته ممتنع رایه ورکړه او افغانستان په دې جلسه کې ګډون ونکړ.

د ملګرو ملتونو د پنځمې کمېټې په دې غونډه کې د امریکا دا وړاندیز د ۱۱۰ مخالفو، ۱۰ موافقو او ۳۲ ممتنع رایو په ترلاسه کولو سره تصویب نه شو.

اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت دې غونډه کې د افغانستان او عرقا د چلند په غبرګون کې وايي "ګاونډیو ته مو خپله ناخوښي څرګنده کړه. البته د عراق لومړي وزیر وویل چې دا موضوع به تعقیب کړي. ګاونډي پخپله پوهېږي چې د امریکا له خطر ډکې کړنې څومره د سیمې هېوادونو په زیان دي."

وړاندې د عراق د پخواني لومړي وزیر حیدر عبادي په ګډون د دغه هېواد سیاستوالو ویلي و عراق ښايي د ملګرو ملتونو دې ناسته کې د بېطرفه سیاست له کبله ممتنع رایه کارولې وي.

د عراق ممتنع رایه ایراني رسنیو کې هم له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې وه.

سعید خطیب زاده د خپلو ننیو څرګندونو په دوام تور پورې کړ چې ګواکې "د امریکا کړنلار سیمه کې له خپلو اډو د زیان اړولو لپاره ګټه اخیستل دي".

هغه زیاته کړه چې امریکايي ځواکونو عراق اشغال کړی او د دغه هېواد خاوره کې یې د ایران خلاف پوځي ګام اخیستی دی.

ښاغلي خطیب زاده په دې خبري ناسته کې تېر کال بغداد کې د امریکا لخوا د قاسم سلیماني وژلو ته په اشارې سره وویل "د یوه هېواد ولسمشر په زغرده او سپین سترګۍ سره پر دغه ترور ویاړي. عراق باید دا دوسیه تعقیب کړي".

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د قاسم سلیماني د وژل کېدو د ېوه کال پوره کېدو سره د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی.

عراقي چارواکو دغه کړکېچ ته په اشارې ویلي اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو هېوادونو د جګړې پر ډګر واوړي. a