تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیز برید تور رد کړ
د ایران بهرنیو چارو وزارت د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندیز برید کې د لاس لرلو تور رد کړی او ویلي یې دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواکې دا موضوع امریکا کې د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره راپوته کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر خپل ټويټر د ښاغلي ټرمپ د ټویټونو د عکس ترڅنګ امریکا کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ورځنیو مړینو د ګراف تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: " په دې سره چې بل هېواد کې خپل وګړي له خطر سره مخامخ وبولئ، په کور دننه له خپلو ناورین زېږوونکو ماتو پام نشئ اړولی".
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم ویلي چې د ایران له نظره "په ډېپلوماټیکو او استوګنیزو ودانیو بریدونه مردود دي".
د یکشنبې پر ورځ د بغداد پر زرغونه سیمه چې دولتي او ډېپلوماټیکې ودانۍ پکې پرتې دي څو کاتیوشا توغندي وتوغول شول.
دا برید داسې مهال شوی چې د امریکا لخوا د ایران د قدس ځواک د مخکني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو لومړۍ کلیزه په پوره کېدو دی.
امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران د ښاغلي سلیماني د لومړي تلین په درشل کې احتمالي ګامونو واخلي، نو دوی به یې بې ځوابه پرې نږدي.
ټرمپ: که عراق کې امریکایان ووژل شي مسئول یې ایران دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو کې د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت وروستي برید ته په اشاره یوه ټويټ کې ایران ته خبر داری ورکړی چې که هغه هېواد کې امریکايان ووژل شي، مسئول به یې تهران وي.
هغه خپل ټوېټ کې لیکلي: "بغداد کې زموږ پر سفارت د یکشنبې په ورځ څو توغندي ولګېدل. درې توغندي ونه چاودل. فکر وکړئ دا له کومه راځي: ایران. موږ اوس عراق کې پر امریکايي ځواکونو د ډېرو بریدونو زمزمې اورو."
هغه خپل ټوېټ کې زیاتوي: "... ایران ته یوه دوستانه روغتیايي سپارښتنه: که یو امریکايي ووژل شي، زه به ایران مسئول وبولم. نور فکر وکړئ."
په دا مهال رویټرز خبري اژانس رپوټوي چې امریکا کې د حکومت مهمو امنیتي چارواکو د چارشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې ناستې سره عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټیکو یا پوځي مرکزونو د هر ډول برید د مخنیوي ځواب ویلو لپاره هوکړې ته ورسېدل.
رویټرز د یوه چارواکي له خولې وايي، د امریکا دفاع وزارت سرپرست کرېس مېلر، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د ممکنه برید په هکله غونډه درلوده.
رویټرز خپل رپوټ کې زیاتوي، مهمو امنیتي چارواکو پر مختلفو غوراویو خبرې وکړې چې ډېر ژر به یې ولسمشر ټرمپ ته هم وړاندې کړي.
خو له رویټرز سره خبرو کې چارواکي دا نه دي ویلي چې دې غوراویو کې پوځي ځواب هم شته که نه.
امریکايي چارواکي ولې اندېښمن دي
د امریکايي چارواکو اندېښنه ښايي د جنورۍ پر ۳ د قاسم سلیماني د تلین نږدې کېدو ته وي، ځکه ایران د "سخت غچ" خبره کړې ده.
د امریکايي چارواکو دا ناسته د بغداد امن سیمه کې د امریکا سفارت ته نږدې د څلور ورځې مخکېني توغندیز برید پسې ده.
د عراق پوځ او د امریکا سفارت وویل، دغه برید کې اته توغندي توغول شوي، خو لږ زیان یې اړولی دی.
د عراق پوځ د یکشنبې ورځې دا برید یوه "بې قانونه ډله" پورې وتاړه.
امریکايي چارواکي د ایران ملاتړې ملېشې په عراق کې پر امریکايي ګټو د پرلپسې بریدونو مسئولې بولي.
خو یوې داسې ډلې هم د دې برید مسئولیت نه دی منلی چې ایران یې ملاتړ کوي.
واشنګټن چې ورو ورو عراق کې خپل ځواکونه کموي وروستیو کې یې د عراق حکومت ته خبرداری ورکړ چې که دا ډول بریدونه بند نه شي، نو سفارت به بند کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستیو کې د بغداد سفارت کارمنان کم کړي دي.
د امریکايي جنرال خبرې
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د یوه امریکايي جنرال له خولې وویل، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳ د قاسم سلیماني تر وژل کېدو نږدې کال وروسته هم ایران د غچ اخیستو هڅه کوي.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام مشر جنرال مکنزي هم ویلي ایران د نور غچ اخیستو هڅه کوي.
د دې رپوټ له مخې نوموړي یوه بهرني سفر کې خبریالانو ته وویل، د قاسم سلیماني وژلو پسې ایراني مشرانو له امریکا سر خپل چلن ته بیا کتنه وکړه:
"ایرانیانو د ځواب لپاره زموږ پر وړتیا شک نه درلود، دوی کله هم شک نه دی کړی، خو د ځواب ویلو لپاره یې زموږ پر اراده شک درلود. "
د هغه په خبره، د قاسم سلیماني وژنې عراق کې پر هغو وسلوالو ډلو هم د ایران ولکه کمزورې کړه چې تل د امریکايانو لپاره ګواښ وو:
"د قاسم سلیماني مرګ د دې وسلوالو د ځواکمنې لارښوونې لپاره د ایران د وړتیا انډول له منځه یووړ... زما په اند د دې ډلو ترمنځ همغږي اوس ډېره کمه شوې ده... خو د هغو کسانو لاس لا ډېر ازاد شوی چې له پورتني تایید پرته بریدونه کوي... موږ باید دا بریدونه له پام ونه غورځوو. "
قاسم سلیماني
قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.
قاسم سلیماني د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر ۳ بغداد ته رسېدو او له هوايي ډګر وتلو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو، چې ډونلډ ټرمپ یې امر کړی و.
د نوموړي تر مرګ پنځه ورځې وروسته- د جنورۍ ۸ـ تهران عراق کې پر امریکايي اډو توغندیز برید وکړ چې له امله یې ځینې امریکايي پوځیانو مغزي ضربه ولیده.
جنرال مکنزي وايي، امریکا د هر ډول بریدونو هڅو ته ځواب ویلی شي.
د امریکا پوځ روان کال د خپلو پوځیانو د خوندیتوب لپاره عراق کې ډال هم ولګاوه.
روانه میاشت یې دوه ب-۵۲ الوتکې هم منځني ختیځ ته واستولې.